مهم ټکي:
- شاوخوا ۱۰۰ تنه د آسټرالیا د کډوالو له توقیف ځایونو څخه خوشې شوي دي.
- د کډوالو پلویان پدې باور دي چې دا کسان وروسته له هغه شوي چې فدرالي حکومت د ډسمبر په ۲۲ نېټه، په فدرالي محکمې کې یوه د "پام وړ" قضیه وبایلله.
- د کډوالو او مهاجرینو پلویان پر حکومت هم غږ کوي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.
راپورونه ښيي چې له کریسمس څخه څو ورځې مخکې، شاوخوا ۱۰۰ تنه د آسټرالیا د کډوالو له توقیف ځایونو څخه خوشې شوي دي.
د مهاجریونو د عمل ایتلاف ویاند، ایان رینټول اس بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي، د کډوالو پلویان پدې باور دي چې دا کسان وروسته له هغه شوي چې فدرالي حکومت د ډسمبر په ۲۲ نېټه، په فدرالي محکمې کې یوه د "پام وړ" قضیه وبایلله.
د آسټرالیا د مهاجرت قانون، د ۵۰۱ مادې له مخې، حکومت کولای شي د هغو کسانو ویزې لغوه کړي چې د شخصیت په اړه یې اندېښنه ولري یا جرمي سابقه ولري او یا هم پدې اړه شکمن وي چې یو شخص د جرمي ډلې غړی دی.
لدې مخکې که چېرې یو څوک په داسې جرمونو محکوم شوی وه او د محکومیت موده یې له ۱۲ میاشتو څخه زیاته وه، نو ویزه به یې په اتومات ډول لغوه کېده.
اما محکمې په وروستیو کې حکم کړی چې د جرمي محکومیت لپاره مجموعي جزا نشي کولی ویزه په اتومات ډول لغوه کړي یا هم شخص توقیف کړي.

ښاغلی رینټول وايي: "دا یوه ډیره ښه قانوني لاسته راوړنه ده، ځکه چې دغه کړنه تل غېرقانوني و او خلک باید خوشې شي، مګر دا یوه پریکړه وه چې حکومت یې مجبور کړی و."
"دا پېښه له دې امله نه ده رامنځ ته شوې چې حکومت د ۵۰۱ مادې بنسټیزه بې عدالتي په رسمیت پیژني."
ښاغلی رینټول وايي چې د محکمې لخوا دغه پرېکړه د توقیف شویو کسانو لپاره یو "ناڅاپه" پرېکړه وه، مګر "په زړه پورې" وه.
هغه زیاتوي چې یو شمېر کسانو په توقیف ځای کې له څلورو کلونو زیات وخت تېر کړی، مګر دوی کولی شي خپلو ټولنو او کورنیو ته ستانه شي.
"په نهایت کې دوي آزادي ترلاسه کوي. ډیری خلک پوهیږي چې دوی یو جرم کړی دی. مګر دوی خپل وخت هم تیر کړی دی، ولې باید دوي د اوږدې مودې لپاره په توقیف کې وساتل شي؟"
"هیڅ اعلان ندی شوی او په حقیقت کې هیچا ته ندي ویل شوي چې 'تاسو د محکمې د پرېکړې پر اساس خوشې شوي یاست."
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

