'هنرمندانو هر څه له لاسه ورکړي': هغه دوه پروډیوسران چې د افغاني موسیقۍ د ژوندي ساتلو لپاره سره یوځای شوي

د نړۍ له دوو مختلفو اړخونو څخه دوه پروډیوسران یوځای شوي ترڅو له یو شمېر جلا وطنه هنرمندانو سره د نوي البوم په خپرولو کې مرسته وکړي.

Photo 4.jpeg

Michel Gasco with Afghan musicians in Mashhad, Iran. Credit: Supplied

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، آسټرالیايي موسیقي غږونکي لاکلین آر ډېل، له هسپانیوي رباب غږونکي میچل ګاسکو سره لاس یوځای کړی، ترڅو له یو شمېر هغو افغان هنرمندانو سره مرسته وکړي چې اوسمهال په ایران کې د مهاجرت شپې سبا کوي او له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلی ګاسکو له تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې له افغان هنرمندانو سره اړیکې لري، مګر په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغان هنرمندانو وضعیت خواشینی کړی دی.

ښاغلی ګاسکو وايي، د جمهوریت له سقوط مخکې یې غوښتل ترڅو پر یوه مستند فلم باندې کار وکړي، مګر د طالبانو له حاکمیت وروسته یې خپل پلان ته تغییر ورکړ.

هغه وايي: "موږ پرېکړه وکړه چې یوه پروژه پیل کړو ترڅو و کولای شي په جلا وطنۍ کې [افغان] موسیقي غږوونکو ته په ګړندۍ توګه ګټه ورسوي."

"موږ د خلکو د تمویل کمپاین پیل کړ او په مشهد (ایران) کې د غوره جلا وطنه موسیقي غږونکو د البوم په ثبتولو بریالي شوو."

"زموږ په اند، د موسیقۍ دا ډول پروژه په دوو مهمو برخو کې ګټه رسوي - لومړی له اقتصادي پلوه او بل دا چې دا فوق العاده موسیقي له هغو کسانو سره شریکه شي چې افغانان ندي."

Photo 3.jpg
میچل ګاسکو (کیڼ اړخ) له افغان هنرمندانو سره په ایران کې Credit: Supplied

'بې شمېره هنرمندان ملاتړ ته اړتیا لري'

ښاغلي ډېل اس بي اس‌ پښتو راډیو ته ویلي چې د جمهوریت له سقوط وروسته یو شمېر افغان هنرمندانو ورسره د مرستې لپاره اړیکه نیولې ده. مګر په افغانستان کې "ستونزه ډیره لویه" ده او "بې شمیره کسان شتون لري چې ملاتړ ته اړتیا لري".

هغه وايي: "له هغه وخته چې طالبان یو ځل بیا واک ته رسېدلي، په هېواد کې دننه او بهر له افغان هنرمندانو سره له خبرو وروسته څرګنده شوې چې هنرمندان تر ګواښ لاندې دي."

"ځینې په نښه شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي دي."

285157027_2162328193947042_3574883941954588482_n.jpg
لکلان آر ډیل (کیڼ اړخ) او مرتضی دامون (ښي اړخ) په سیډني کې په یوه خیریه غونډه کې موسقي غږوي. Credit: Facebook /Lachlan R. Dale

' له رباب سره مینه'

ښاغلی ګاسکو وايي، کله یې چې د لومړي ځل لپاره افغان موسیقي واورېدله نو مینه یې وروسته پیدا شوه او له هغې وروسته ایران ته ولاړ ترڅو له افغان موسیقي غږوونکو څخه رباب زده کړي.

"په ٢٠٠٦ کال کې يو چا له ما سره د هرات د رباب یو البوم شريک کړ، او زما په ياد دي چې دا لومړى ځل و چې ما د رباب او افغاني موسيقۍ غږ واورېد او زه حيران شوم."

"زما افغاني موسیقي او رباب خوښېږي. نو همدا لامل دی چې ما د رباب زده کړه پیل کړه او بیا یې زما ژوند بدل کړ."

Photo 1.jpeg
میشل ګاسکو د خپل استاد نسیم خوشنواز په کور کې د رباب د تمرین پرمهال. Credit: Supplied

'آسټرالیا ته سفر'

د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې ښاغلي ګاسکو استرالیا ته سفر وکړ تر څو د آسټرالیا په بېلابېلو ښارونو کې د موسیقۍ نندارې وړاندې کړي او په موناش پوهنتون کې د افغاني موسیقۍ په اړه یو سیمینار هم وړاندې کړي.

ښاغلی ګاسکو وايي:

"زه په تېر نومبر کې آسټرالیا ته ولاړم او د سیډني، ملبورن، برزبن او توومبا په ګډون په ۸ ښارونو کې مې نندارې درلودې. د کنسرتونو لومړۍ نیمایي برخه په اوډ موسیقۍ او دویمه نیمه برخه د رباب په موسیقۍ باندې متمرکزه وه."

هغه وايي، د موناش پوهنتون ته هم بلل شوی وه ترڅو د رباب موسیقۍ او په مشهد کې د افغان هنرمندانو پر وضعیت خبرې وکړي.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now