دوه ورځې وړاندې د آسترالیا کرېکټ بورد، له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله د افغانستان له ملي لوبډلې سره راتلونکې لوبې لغوه کړې.
ټاکل شوې وه ترڅو د روان کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.
د آسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي، دا پرېکړه یې د آسټرالیا د حکومت په ګډون له اړوندو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته کړې ده.
د آسټرالیا د کرېکټ بورد وروستۍ پریکړې بیلابیلو غبرګونونه له ځان سره درلودل.
د همدغې موضوع په اړه مو په آسټرالیا کې له څو تنو مېشتو افغانانو سره مرکې ترسره کړي. مهرباني وکړئ دلته یې واورئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





