د آسټرالیا کرېکټ بورډ اعلان کړی چې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله د افغانستان له ملي لوبډلې سره راتلونکې لوبې نه ترسره کوي.
ټاکل شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.
د آسټرالیا کرېکټ بورډ دغه اعلان وروسته له هغه کوي چې څه موده وړاندې طالبانو د پوهنتونونو دروازې د افغان انجونې پر مخ وتړلې او ښځې یې په موسسو کې له کار څخه منع کړې.
د آسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي، دا پرېکړه یې د آسټرالیا د حکومت په ګډون له اړوندو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته کړې ده.
د آسټرالیا کرېکټ بورډ وايي:
"د آسټرالیا کرېکټ بورډ، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه وو لپاره د لوبو د ودې ملاتړ ته ژمن دی، او په هیواد کې د ښځو او نجونو لپاره د ښو شرایطو په تمه به د افغانستان له کرکټ بورډ سره همکارۍ ته دوام ورکړي."
"موږ د آسټرالیا له حکومت څخه په دې برخه کې د مرستې له امله مننه کوو."

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

