په کابل کې له برېدونو وروسته د آسټرالیایانو او د دغه هېواد د ویزه لرونکو کسانو د ژغورلو عملیات درول شوي دي

د آسټرالیا دفاع وزیر، پیټر ډټن وايي چې د دغه هېواد ټول پرسونل له خونړي برید مخکې له افغانستان څخه ویستل شوی وه.

Defence Minister Peter Dutton

Defence Minister Peter Dutton Source: AAP

د آسټرالیا فدرال حکومت دا خبره تائید کړې چې د دغه هېواد ټول عسکر له افغانستان څخه بهر ویستل شوي او د آسټرالیایانو او ویزه لرونکو افغانانو د ژغورلو عملیات درول شوي دي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د کابل هوايي ډګر مخ ته دوه چاودنې ترسره شوي او د ۱۲ امریکايي سرتېرو په ګډون له ۷۰ زیات کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د آسټرالیا دفاع وزیر نن سهار دا خبره تائیده کړه چې د ژغورنې عملیات د پنجشنبې د شپې له عملیاتو وروسته ځنډول شوي‌ دي.

هغه وايي چې ټول هغه کسان چې د ژغورنې په عملیاتو کې شامل وه، خوندي دي.

"زه ډیر خوشحاله او راحت یم چې زموږ سرتیري له کابل څخه وتلي دي، او مونږ پرون و توانېدو ترڅو د خپلو وروستي کسانو د راویستلو پریکړه وکړو، او دوی په متحده عربي اماراتو کې خوندي دي، او زه د دې لپاره ډیر خوښ یم."
ښاغلي ډټن له ناین شبکې سره په خبرو کې ویلي چې دا یوه "وحشتناکه" ورځ وه، هغه د خلکو د ژوند په ترلاسه ورکولو او په ځانګړي توګه د آسټرالیا لپاره، د امریکایانو د ژوند په ترلاسه ورکولو ډیر خواشینی دی.

"دا هغه خلک دي چې په حقیقت کې یې د زرګونو آسټرالیایی اتباعو او ویزې لرونکو سره مرسته کړې."
سره لدې چې یو زیات شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او ویزه لرونکو کسانو د ویستلو عملیات درولي، امریکا غواړي د روانې میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

هغو آسټرالیایانو او ویزه لرونکو افغانانو ته چې په کابل کې پاتې دي ویل شوي ترڅو د کابل له هوايي ډګر څخه لرې وه اوسېږي.

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د دغه برید په اړه یو ټویټ کړی او د تېرې شپې برید یې په کله غندلی دی.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې مریس پاین هم په افغانستان کې وروستي بریدلونه غندلی او ویلي یې دي چې د آسټرالیا ټول پرسونل خوندي دی.
تېره ورځ د آسټرالیا حکومت د دغه هېواد له تابعیت لرونکو او ویزه لرونکو کسانو څخه غوښتنه کړې وه ترڅو د کابل هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د امریکا او بریټانیا یو شمېر رسنیو هم د بریدونو د احتمال په اړه خبرونه خپاره کړي وه، تر اوسه پورې په کابل کې د بریدونو مسئولیت کومې ډلې پرغاړه ندی اخیستی.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Rashida Yosufzai

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په کابل کې له برېدونو وروسته د آسټرالیایانو او د دغه هېواد د ویزه لرونکو کسانو د ژغورلو عملیات درول شوي دي | SBS Pashto