۱۴۰۰ افغانانو چې د اسټراليا بشري ويزې درلودې ندي توانيدلي اسټراليا ته راشي

نوي ارقام په ډاګه شوي چې څومره افغانان د استرالیا کابل څخه د خلکو د ایستلو په ماموریت کې پاتې شوي. هغه کسان چې د وتلو توان نه لري د هغوی خوندیتوب په اړه جدي انديښنې شتون لري.

Afghanistan crisis

Hundreds gather near a U.S. transport plane at the perimeter of Kabul's airport. Source: AAP

احمد* یو له هغو شاوخوا ۱۴۰۰ افغانانو څخه دی چې له کابل څخه استرالیا د ایستلو د ماموریت په جریان کې یې د اسټراليا بیړنۍ ویزه ترلاسه کړې وه، خو د ويزې مودې پای ته رسیدو دمخه یې د وتلو کومه لاره پيدا نه کړه.

نوموړي له اسټراليايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه، خو وايي چې ګاونډي هېواد پاکستان ته له تېښتې وروسته يې ژوند د طالبانو له ګواښونو سره مخ دی.

هغه SBS نیوز ته وویل: "مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ، ځکه چې زما ژوند، زما د کورنۍ ژوند، اوس په خطر کې دی."

"نور ټول ترجمانان چې په افغانستان کې پاتې دي، د هغوی ژوند هم په خطر کې دی. موږ یوازې د استرالیا له حکومت څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي."

فدرالي حکومت د اسټراليا موقتي ۴۴۹ ویزو څخه 6,095  پر افغانانو وويشل ترڅو هغوی له افغانستان څخه بهر کړي.

يادو ويزو لرونکي شاوخوا ۵۰۰۰ اسټراليا ته راغلي او د رپوټونو له مخه شاوخوا ۱۴۰۰ يې ندي توانيدلي اسټراليا ته راشي او ويزو موده يې ختمه شوې.

يادو ويزو موده ۳ مياشتې وه.

'لا هم په خطر کې دی'

روانه اونۍ د افغانستان پر مسلې يو پارلماني راپور خپور شو او دا پریکړه تر پوښتنې لاندې راغلې چې اسټراليا به له طالبانو سره خپل اړيکې څنګه مخې ته وړي.

راپور د ویزو د بیا تنظیمولو غوښتنه کوي او د کورنیو چارو وزارت پروسې او اړیکو ښه کولو لپاره یو شمیر وړاندیزونه شوي.

دې وویل چې ۱۳۹۸ افغانانو ته د ۴۴۹ لنډمهاله ویزې ورکړل شوي چې له ويزو ترلاسه کولو وروسته هیڅکله اسټرالیا ته نه دي ننوتلي - پدې معنی چې ډیری د ویستلو "وړ" ګڼل شوي ول ولې اوس "د انتظار اوږد وخت" سره مخ دي.

راپور دا خبرداری هم ورکړی چې په زرګونو غوښتنلیک ورکوونکي "ناڅرګنده راتلونکي سره مخ دي او پدې ندي خبر چې ايا ددوی غوښتنلیکونو کې کوم پرمختګ شوې؟".

حکومت د نومبر په میاشت کې پریکړه وکړه چې لنډمهالو ویزو موده یوازې د هغو کسانو لپاره غځوي چې یا دمخه اسټرالیا ته رسیدلي وي، یا هغه خلک چې په بهر کې پاتې شوي او د اسټراليا د حکومت په افغانستان کې پخواني کار کوونکي اوسي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مشرانو جرګې د راپور د موندنو په اړه پر خپل غبرګون غور کوي.

Evacuees stage before boarding an evacuation flight at Hamid Karzai International Airport, Afghanistan.
Evacuees stage before boarding an evacuation flight at Hamid Karzai International Airport, Afghanistan. Source: ABACA

له هغه وخته چې طالبانو کابل ونیو، له افغانستان څخه شاوخوا ۶۵۰۰ کسان استرالیا ته رسېدلي دي.

خو د تحقیقاتو مرستیال د لیبرال سناتور ایریک ابیټز ومنله چې په ارتباطاتو کې ځنډ په افغانستان کې ډېر کسان اندېښمن کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت تر فشار لاندې دی او د چارواکو د "ښه کار" سره سره بيا هم بايد ډیر کار وشي ترڅو افغانان چې خپل ژوند خطر کې احساسوي له افغانستان څخه وويستل شي.

افغانانو د استرالیا له حکومته غوښتي چې د اوکراین د کړکېچ په ترڅ کې دې د دوی کړاو هېر نه کړي

وکیل ګلین کولومیتز په افغانستان کې له پخوانیو ترجمانانو سره مرسته کوله او ویې ویل چې د ویزو د نه ورکولو پریکړه هیڅ معنی نه لري.

په فدرالي بوديجې وړاندې کولو سره په څلورو کلونو کې 16,500 اضافي ځایونه تخصیص شوي، چې ټوله کې دا ژمنه 31,500 ځایونو ته رسوي.

 له  ۱۴۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو د اسټراليا کورنیو چارو وزارت ته د بشردوستانه ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړی.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now