د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ، په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسراییلو هوایي بریدونه غندلي او ویلې یې دي چې دا بریدونه به "په څرګنده توګه د سولې تړون ته د رسېدو هڅې لا ستونزمنې کړي".
د اسراییلو بریدونه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر یوه مرکز ترسره شوي چې په پایله کې یې د حماس پنځه غړي او د قطر یو امنیتي افسر وژل شوی دی.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې د تړون او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې ډیری وختونه د قطر په خلیجي هېواد کې ترسره کېږي.
اغلې وانګ ویلي چې په قطر کې دغه بریدونه به یادې هڅې له خطر سره مخ کړي.
هغې نن سهار د اې بي سي شبکې سهارنۍ خپرونې کې ویلي:
"د آسټرالیا حکومت باور لري چې دا کار ناسمه پرېکړه وه. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، قطر د اوربند د ژر تر ژره ټینګېدو د هڅه کوونکو له ډلې څخه دی. دغه هېواد د برمته شویو کسانو د بېرته ستنولو لپاره له امریکا سره کار کوي."
"دا د قطر د حاکمیت سرغړونه ده. دا د اوربند په اړه روانې هڅې له خطر سره مخ کوي او د شخړې د زیاتېدو امکان رامنځته کوي."
وانګ زیاته کړه چې آسټرالیا د اسراییل او حماس ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو په برخه کې محدود توان لري، خو لا هم له نورو هېوادونو سره په ګډه د سولې لپاره هڅې کوي.
"موږ نشو کولی جګړه پای ته ورسوو. هغه څه چې موږ یې کولی شو، د اوربند غوښتنې ملاتړ کول دي او د امریکا او نورو د هڅو ملاتړ چې د اوربند د منځګړیتوب لپاره کوي."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
