آسټرالیا په تېرو ۲۹ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي بحران سره مخ ده، آیا پوهېږئ چې روان بحران به پر تاسو څه اغېز ولري؟

له ۱۹۷۴ م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې آسټرالیا له اقتصادي بحران سره مخ کېږي

Australia's economy has suffered its sharpest quarterly drop since the Great Depression.

Australia's economy has suffered its sharpest quarterly drop since the Great Depression. Source: AP

د آسټرالیا هېواد په تېرو ۲۹ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي بحران سره مخ شوی. خپرې شوې شمېرې ښيي چې د دغه هېواد په ناخالص داخلي تولید (جی ډي پي) کې  ۷ سلنه کموالی راغلی.

آسټرالیا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ۲۰۰۹ کال  مالي بحران پر مهال له ستونزې سره نه وه مخ شوی. مګر د کرونا وېروس له امله د دغه  هېواد اقتصاد ته لوی زیان اوښتی او د بیکارۍ کچه هم لوړه شوې.

د آسټرالیا خزانه دار جاش فرایډنبرګ وايي، زمونږ هغه ریکارډ چې په تېرو ۲۸ کلونو کې مو په دوامداره توګه اقتصادي وده درلوده پای ته ورسېد.
Australian Treasurer Josh Frydenberg speaks to the media.
Australian Treasurer Josh Frydenberg outlines international GDP growth in June. Source: AAP
نا خالص داخلي تولید ( جي ډي پي)

 نا خالص داخلي تولید (جي ډي‌ پي ) د یوه کال په جریان کې په یوه هېواد کې د ټولو تولید شویو توکو او خدمتونو پولي ارزښت ته وايي چې د یوه هېواد د اقتصادي وضعیت معلومولو لپاره یوه معیاري اندازه بلل کېږي.

د آسټرالیا هېواد په تېرو ۲۸ کلونو کې په دوامده توګه اقتصادي وده درلوده، مګر د کرونا وېروس له امله د دغه هېواد پولې وتړل شوي او د اسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې محدودیتونه وضع شول.

د محدودیتونو له وضع کېدلو سره د لومړي ځل لپاره د روان کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا نا خالص داخلي تولید ۳ سلنه منفي وده درلوده.

د حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د جون تر میاشتې پورې د اسټرالیا نا خالص داخلي تولید منفي ۷ سلنه  وده درلوده. تر دې وړاندې د آسترالیا ناخالص داخلی تولید په ۱۹۷۴ م کال کې منفي ۲ سلنه ته را ټیت شوی و. 

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر مهال محدودیتونو نه یواځې د آسټرالیا اقتصاد ته، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو پر اقتصاد هم ناوړه اغیز کړی. 

د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله د بریتانیا په نا خالص داخلي تولید کې  ۲۰ اعشاریه ۴ سلنه او د امریکا په نا خالص داخلي تولید کې ۹ سلنه کموالی راغلی.

How Australia stacks up internationally 👇 @SBSNews pic.twitter.com/cdR3IaxLYe

— Jamie Travers (@JamieTravers) September 2, 2020

آیا د دې امکان و ترڅو د روان اقتصادي بحران مخنیوی وشي؟

د کانبرا پوهنتون د سیاسي او اقتصادي علومو د برخې پروفیسور جان هاوکنز وايي، هېڅ لاره نه و ترڅو د روان اقتصادي بحران مخنیوی وشي. 

هاوکنز وايي، حکومت هڅه وکړه او د مرستو پروګرامونو یې اعلان کړل ، مګر د روان بحران مخنیوی نا ممکنه و.

په آسټرالیا کې اقتصادي بحران ستاسو پر ژوند څه ناوړه اغېز کولای شي ولري؟

 د وخت په تېرېدلو سره اقتصادي بحران کولای شي د ټولو آسترالیایانو پر ژوند ناوړه اغېز ولري. د کانبرا پوهنتون د سیاسي او اقتصادي علومو پروفیسور جان هاوکنز وايي،  لنډ مهال اقتصادي بحران داسې مانا لري لکه ستاسو ګاونډی چې خپل کار له لاسره ورکړي، مګر د لوی اقتصادي بحران پر مهال به تاسو هم خپل کار له لاسه ورکړئ.

هاوکنز وايي" د روان بحران اغیز به پر خلکو دا یي چې، ځېنې کسان به خپل کارونه له لاسه ورکړي او کاري ساعتونو کې به یې کم شي "
ښاغلی هسلېم هم دغه خبره مني او وايي چې د اقتصادي بحران پر مهال به یو شمېر کسان خپل کارونه له لاسه ورکړي.

د آسترالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال په آسترالیا کې له یو میلیون څخه زیات کسان بیکاره دي او د روان کال تر پایه به شاوخوا ۲۴۰ زره کسان خپل کارونه له لاسه ورکړي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي. په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Ricardo Goncalves, Jarni Blakkarly, Naveen Razik

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیا په تېرو ۲۹ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي بحران سره مخ ده، آیا پوهېږئ چې روان بحران به پر تاسو څه اغېز ولري؟ | SBS Pashto