مهم ټکي:
- د اسټرالیا حکومت د افغانستان لپاره د خپلواکه بندیزونو چوکاټ جوړ کړی. دغه نوی چوکاټ اسټرالیا ته دا اجازه ورکوي چې په مستقیم ډول خپل بندیزونه او د سفر محدودیتونه ولګوي.
- د آسترالیا حکومت د طالبانو د کابینې پر دریو وزیرانو او قاضي القضات بندیزونه لګولي، چې له نن ورځې څخه عملي کېږي.
- د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې آسټرالیا له افغانستان سره له ۲۶۰ میلیونو ډالرو ډېره بشري مرسته کړې ده.
د اسټرالیا حکومت د طالبانو د کابینې پر دریو وزیرانو، شیخ محمد خالد حنفي، ندا محمد ندیم، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او د دوي پر قاضي القضات، عبدالحکیم حقاني بندیزونه لګولي دي چې له نن ورځې څخه عملي کېږي.
په دغو بندیزونو کې مالي او د سفر کولو بندیزونه شامل دي.
د دغو بندیزونو له مخې به آسټرالیایان د وسلو یا ورته خدماتو له رسولو یا ورته خدماتو له رسولو او د دوی د شتمنیو او فنډونو له کارولو یا معاملې څخه منع وي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې ویلي: "طالبان د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، ازادیو او هوساینې پر وړاندې خپل سپکاوي ته دوام ورکوي."
"د آسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري."
"زموږ فکرونه هغو کسانو سره دي چې د طالبانو تر ظلم لاندې دي، او همدارنګه په آسټرالیا کې د افغان ټولنې سره."
"زموږ فکرونه له هغو کسانو سره دي چې د طالبانو تر ظلم لاندې دي، او همدارنګه په آسټرالیا کې د افغان له ټولنې سره."
فدرالي حکومت د ایران، روسیې او شمالي کوریا په ګډون د نورو هیوادونو لپاره ورته بندیزونه لري.
د خپلواکو بندیزونو د مقرراتو له مخې، د بهرنیو چارو وزیره کولی شي په افغانستان کې پر هغو خلکو یا سازمانونو د سفر بندیزونه او مالي بندیزونه ولګوي چې په لاندې مواردو کې ښکیل دي یا مسؤل دي:
- په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځورول
- په افغانستان کې د لږکیو ډلو ځورول
- په افغانستان کې د خلکو عمومي ځورول
- د ښې حکومتوالۍ یا د قانون حاکمیت کمزوری کول
اسټرالیا لومړنی هیواد دی چې د افغانستان لپاره یې د بندیزونو خپلواکه چوکاټ رامینځته کړی چې د خرابېدونکي وضعیت په وړاندې چلند پیاوړی کوي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې آسټرالیا له افغانستان سره له ۲۶۰ میلیونو ډالرو ډېره بشري مرسته کړې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط راهیسې، طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر حقونو خپل بریدونه ژور کړي دي.
اوسمهال افغانستان د نړۍ یواځنی هېواد دی چېرته چې انجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په اګسټ میاشت کې له اس بي اس پښتو سره په یوې تازه مرکې کې ویلي و چې د انجونو د زده کړو د بندیز پرېکړه موقتي ده او دوی هڅه کوي د اسلامي شرعي اصولو په پام کې نیولو سره یوه حل لاره ومومي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول

