آسټرالیا غوښتنه لري ترڅو هغو کسانو ته د خوندي سفر زمینه برابره شي چې غواړي له افغانستان څخه بهر ولاړ شي

د آسټرالیا هېواد غوښتنه لري ترڅو هغو افغانانو ته د خوندي سفر زمینه برابره شي چې غواړي د طالبانو له حاکمیت څخه وتښتي او بهر ولاړ شي.

Afghans prepare to board a US plane during an evacuation at Hamid Karzai International Airport, Kabul.

Afghans prepare to board a US plane during an evacuation at Hamid Karzai International Airport, Kabul. Source: US Marine Corps

د آسټرالیا حکومت هم له هغو کسانو سره همغږی شوی چې غواړي هغو افغانانو ته د خوندي سفر زمینه برابر شي‌ چې غواړي د طالبانو له حاکمیت څخه وتښتي او بهر ولاړ شي.

دغه غوښتنه له هغه ورسته زیاته شوې چې د دوشنبې په ورځ وروستي امریکايي‌ سرتېرې له کابل څخه ووتل او طالبان د کابل هوايي‌ ډګر (د حامد کرزي نړیوال هوايي‌ ډګر) ته ننوتل.

د اګسټ د میاشتې په ۳۰ نېټه ټول امریکايي‌ سرتېرې له افغانستان څخه ووتل او په دغه هېواد کې د امریکا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېده.
طالبان د نړۍ مشرانو ته ډاډ ورکړی، هغه کسان چې قانوني اسناد لري کولای شي له هېواد څخه بهر سفر وکړي.

طالبانو د نړۍ  ۱۰۰ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې "ټول بهرني اتباع او هغه افغانان چې د سفر جواز ولري"  کولای شي چې د آګسټ له ۳۱ وروسته له افغانستان څخه  "په خوندي او منظم ډول ووځي".

په هغه اعلامیه کې چې د بریټانیا د حکومت لخوا خپره شوې راغلي چې د آسټرالیا، بریټانیا او فرانسې په ګډون د نړۍ لسګونو نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړل شوی چې خلک کولای شي په خوندي ډول سره له افغانستان څخه بهر ولاړ شي.

په اعلامیې کې راغلي‌ : "موږ له طالبانو څخه ډاډ ترلاسه کړی چې ټول بهرني اتباع او هر هغه افغان چې زموږ هیوادونو ته د سفر اجازه ولري کولای شي چې په خوندي او منظم ډول له هیواد څخه بهر لاړ شي."
Minister for Foreign Affairs Marise Payne at a press conference at Parliament House in Canberra.
Minister for Foreign Affairs Marise Payne at a press conference at Parliament House in Canberra. Source: AAP

د افغانستان پلازمینې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته، آسټرالیا شاوخوا ۴۱۰۰ آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي کسان له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته او له هغه ځای څخه یو زیات شمېر آسټرالیا ته انتقال کړي‌ دي.

اوسمال هم یو زیات شمېر داسې کسان په افغانستان کې پاتې دي چې آسټرالیا ته د سفر جواز لري. 

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزېرې ماریس پاین ویلي، هغه کسان چې بشردوستانه ویزې لري او په افغانستان کې بند پاتې دي له هغوی سره به هر وخت چې خوندي‌ وي د سفر په اړه اړیکه ونیول شي.

تېره اوونۍ د آسترالیا د کډوالو چارو وزیر اعلان وکړ چې زیانمنو افغانانو ته یې شاوخوا ۳۰۰۰ بشردوستانه ویزې په پام کې نیولي دي.

آغلې ماریس پاین وايي‌ چې د بشردوستانه ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه به په لومړیتوب کې واوسېږي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Tom Stayner

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیا غوښتنه لري ترڅو هغو کسانو ته د خوندي سفر زمینه برابره شي چې غواړي له افغانستان څخه بهر ولاړ شي | SBS Pashto