وروستي امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې د بهرنیانو ۲۰ کلن نظامي حضور پای ته ورسېده

د امریکا پوځ اعلان کړی چې وروستي امریکايي‌ سرتیري له افغانستان څخه وتلي. د وروستیو امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په کابل کې هوايي ډزې شوي دي.

A US military aircraft takes off from the Hamid Karzai International Airport in Kabul, Afghanistan

A US military aircraft takes off from the Hamid Karzai International Airport in Kabul, Afghanistan Source: AP

د امريکا متحده ایالتونو وروستي سرتېري له ۲۰ کلن حضور وروسته تېره شپه ۱۲ بجې له افغانستان څخه ووتل. د امریکا پوځ وايي چې وروستي سرتېرې یې له افغانستان څخه وتلي او په دغه هېواد کې د د امریکا ۲۰ کلن حضور چې د ۲۰۰۱ کال په سپتمبر کې پیل شوی وه پای ته ورسېده.

د امریکا د مرکزي قومانداني مشر، فرانک مکینزې اعلان کړی چې د دوشنبې له نیمې شپې یوه دقیقه مخکې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه وروستۍ نظآمي الوتکه C-17 وتلې ده.

د روان کال په لومړیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره د آګسټ د میاشتې ۳۱ نېټه ټاکلې وه.

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د امريکا د وروستيو سرتېرو له وتلو سره افغانستان خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

د افغانستان پلازمینې کابل ته د طالبانو له داخلېدلو وروسته، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د کابل له هوايي‌ ډګر څخه د خپلو  تابعیت لرونکو او ویزه لرونکو کسانو انتقال شروع کړ. راپورونه ښيي چې امریکا په تېرو ۲ اوونیو کې شاوخوا ۱۱۶ زره امریکایان او افغانان له کابل څخه نورو هېوادونو ته انتقال کړي.

د آسټرالیا حکومت هم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې شاوخوا ۴۱۰۰ آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي‌ کسان یې له افغانستان څخه بهر ویستلي‌ دي.

طالبانو د نړۍ  ۱۰۰ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې "ټول بهرني اتباع او هغه افغانان چې د سفر جواز ولري"  کولای شي چې د آګسټ له ۳۱ وروسته له افغانستان څخه  "په خوندي او منظم ډول ووځي".

په هغه اعلامیه کې چې د بریټانیا د حکومت لخوا خپره شوې راغلي چې د آسټرالیا، بریټانیا او فرانسې په ګډون د نړۍ لسګونو نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړل شوی چې خلک کولای شي په خوندي ډول سره له افغانستان څخه بهر ولاړ شي.

په اعلامیې کې راغلي‌ : "موږ له طالبانو څخه ډاډ ترلاسه کړی چې ټول بهرني اتباع او هر هغه افغان چې زموږ هیوادونو ته د سفر اجازه ولري کولای شي چې په خوندي او منظم ډول له هیواد څخه بهر لاړ شي."

"مونږ ژمن یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې  زموږ اتباع، اوسیدونکي ، کارمندان ، هغه افغانان چې له موږ سره یې کار کړی او هغه څوک چې په خطر کې دي کولی شي په آزاده توګه له افغانستان څخه بهر ځایونو ته سفر وکړي."


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now