طالبانو د نړۍ مشرانو ته ویلي چې په شرایطو برابر کسان کولای شي‌ د آګسټ له ۳۱ وروسته هم له افغانستان څخه بهر ولاړ شي.

د ۱۰۰ هیوادونو مشران وايي چې دوی له طالبانو څخه ډاډ ترلاسه کړی دی چې "ټول بهرني اتباع او هغه افغانان چې د سفر جواز ولري" کولای شي چې له افغانستان څخه "په خوندي او منظم ډول ووځي ".

Taliban fighters stand guard at a checkpoint near the gate of Hamid Karzai international Airport in Kabul, Afghanistan, Saturday, August 28, 2021.

Taliban fighters stand guard at a checkpoint near the gate of Hamid Karzai international Airport in Kabul, Afghanistan, Saturday, August 28, 2021. Source: AP

طالبانو د نړۍ  ۱۰۰ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې "ټول بهرني اتباع او هغه افغانان چې د سفر جواز ولري"  کولای شي چې د آګسټ له ۳۱ وروسته له افغانستان څخه  "په خوندي او منظم ډول ووځي".

په هغه اعلامیه کې چې د بریټانیا د حکومت لخوا خپره شوې راغلي چې د آسټرالیا، بریټانیا او فرانسې په ګډون د نړۍ لسګونو نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړل شوی چې خلک کولای شي په خوندي ډول سره له افغانستان څخه بهر ولاړ شي.

په اعلامیې کې راغلي‌ : "موږ له طالبانو څخه ډاډ ترلاسه کړی چې ټول بهرني اتباع او هر هغه افغان چې زموږ هیوادونو ته د سفر اجازه ولري کولای شي چې په خوندي او منظم ډول له هیواد څخه بهر لاړ شي." 

"مونږ ژمن یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې  زموږ اتباع، اوسیدونکي ، کارمندان ، هغه افغانان چې له موږ سره یې کار کړی او هغه څوک چې په خطر کې دي کولی شي په آزاده توګه له افغانستان څخه بهر ځایونو ته سفر وکړي."
د دغې ډلې غړي وايي چې مونږ به  "ټاکل شویو افغانانو" ته د سفر اسنادو صادرولو ته دوام ورکړو او زیاتوي "موږ له طالبانو څخه روښانه تمه او ژمنه لرو ترڅو تابعیت لرونکي‌ او ویزه لرونکي کسان وکولای شي خپلو اړوندو هیوادونو ته سفر وکړي."

د دغو ۱۰۰ هېوادونو په لېست کې د چین او هند نومونه نه لیدلی کېږي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکاره جېک سولېون ویلي، هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، هغوی په افغانستان کې بند نه پاتې کېږي او هر کله چې وغواړي له افغانستان څخه بهر تللی شي.

هغه وايي چې "طالبانو له موږ سره ژمنې کړې دي."
فرانسه او بریټانیا غواړي‌ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه وکړي ترڅو په کابل کې د هغو کسانو لپاره چې غواړي بهر ته ولاړ شي یو خوندي سیمه "safe zone" جوړ  کړي.

ټاکل شوې ترڅو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا، بریټانیا، چین ، فرانسې او روسیې دایمي استازي د دوشنبې په ورځ ناسته وکړي او د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

فرانسې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ او انګلستان د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ له افغانستان څخه د خلکو د ژغورلو لړۍ پای ته ورسوله، مګر د دغو هېوادونو یو زیات شمېر اوسېدونکي او ویزه لرونکي کسان اوس هم په افغانستان کې بند پاتې دي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
طالبانو د نړۍ مشرانو ته ویلي چې په شرایطو برابر کسان کولای شي‌ د آګسټ له ۳۱ وروسته هم له افغانستان څخه بهر ولاړ شي. | SBS Pashto