'د نړیوال جام په زړه پورې لوبه': آسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماته ورکړه

د افغانستان له ماتې وروسته، آسټرالیا د روان نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

Australia v Afghanistan - ICC Men's T20 World Cup

ADELAIDE, AUSTRALIA - NOVEMBER 04: Rashid Khan and Naveen-ul-Haq of Afghanistan react following the ICC Men's T20 World Cup match between Australia and Afghanistan at Adelaide Oval on November 04, 2022 in Adelaide, Australia Credit: Mark Brake-ICC/ICC via Getty Images

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام په ۳۹مه لوبه کې آسټرالیا افغانستان ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

تېره ورځ د آسټرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ د هند په ممبئي ښار کې لوبه ترسره شوه.

په دغه لوبه کې افغانستان د ۵ وېکټو په سوځېدو سره آسټرالیا ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه، مګر آسټرالیا دغه هدف په ۴۶ اورونو او ۵ توپونو کې پوره کړ.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدران ۱۲۹، راشد خان ۳۵ او رحمت شاه ۳۰ منډې ترسره کړې.

که څه هم افغانستان ښه لوبه ترسره کړه او د آسټرالیا ۷ لوبغاړي یې په ۹۱ منډو سوځولي وه، مګر د ګلین مکسویل لخوا ښه لوبه د دې لامل وګرځېده ترڅو آسټرالیا لوبه وګټي.

په دغه لوبه کې ګلین مکسویل په ۱۲۸ توپونو ۲۰۱ منډه ترسره کړه.

د افغانستان له ماتې وروسته، آسټرالیا د روان نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه، مګر نیمه پایلوبې ته د افغانستان چانس کم شو.

glen_maxwell.jpg

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now