'سفر ته چمتو اوسئ': له آسټرالیا څخه بهر د سفر په اړه د حکومت وروستۍ مشوره

د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د نړیوال سفر چاپیریال اوس خورا پیچلی دی ځکه د کووېډ-۱۹ او بیزو چیچک پېښې په نړیواله کچه په زیاتېدو دي.

AUSTRALIA-SYDNEY-COVID-19-BORDER REOPENING

Passengers at Sydney Airport in Australia. (file) Credit: Xinhua News Agency/Xinhua News Agency via Getty Ima

مهم ټکي:
  • د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت، هغه کسان بهر ته له سفر څخه منع کړي چې واکسین یې ندی ترلاسه کړی.
  • د آسټرالیا د طبي چارو مرستیال افسر، مایکل کیډ له آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو "بېړنی پلان ولري".
  • آسټرالیایان کولای شي‌، بهر ته د سفر پرمهال له Smartraveller وېب پاڼې څخه وروستي معلومات ترلاسه کړي.
د ملبورن ښار اوسېدونکې، نیشا انټېل په پام کې لري ترڅو په سپټمبر میاشت کې هند ته سفر وکړي. مګر د کرونا وېروس او بیزو چیچک د پېښو زیاتوالې اندېښمنه کړې ده چې ممکن د هغې پر سفر ناوړه اغېز ولري.

د کرونا وېروس د وبا پرمهال آسټرالیا له هند څخه دغه هېواد ته سفر منع کړی وه، له همدې امله د هغې خاوند شاوخوا دوه کاله په هند کې بند پاتې شوی وه.

هغه وايي: " تر ټولو د اندېښنې خبره، د محدودیتونو له امله په بهر کې بند پاتې کېدل دي."
Nisha.jpeg
Nisha Antil and her family Credit: Nisha Antil
هند ته د سفر په اړه د آسټرالیا د حکومت وروستۍ مشوره داده ترڅو آسټرالیایان یاد هېواد ته د سفر پرمهال له خورا احتیاط څخه کار واخلي ځکه د کرونا محدودیتونه په یاد هېواد کې هر وخت وضع کېدای شي.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بي اس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې سفر تل خطر لري.

هغه وايی: "د نړیوال سفر چاپیریال اوس ډېر پیچلی دی. موږ په کلکه آسټرالیایانو هڅوو ترڅو سفر ته چمتو اوسي او دوي د سفر د ټولو اړخونو په اړه بشپړه خبرتیا ولري."
سفر ته چمتوالی څه معنی لري؟

۱: کوم ځای ته چې غواړئ سفر وکړئ، د هغه ځای په اړه څېړنه وکړئ.

آسټرالیایان کولای شي د Smartraveller له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړي او د سفر په اړه وروستۍ مشوره ترلاسه کړي. پر دغه پاڼه د نړۍ ۱۷۸ هېوادونو ته د سفر په اړه معلومات شتون لري.

هغه کسان چې غواړي آسټرالیا ته راشي، هغوی هم کولای شي له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړي او د آسټرالیا له محدودیتونو څخه خبر شي.

د انګلیسي ژبې ترڅنګ خلک کولای شي د Smartraveller پر پاڼه په عربي، تایلندي، اندونیزیایي او ویتنامي ژبو هم معلومات ترلاسه کړي.

۲: د واکسین په اړه وروستي معلومات ترلاسه کړئ.

هغه آسټرالیایان چې د کرونا واکسین یې ندی ترلاسه کړی، کولای شي له دغه هېواد څخه بهر سفر وکړي. مګر یو شمېر هېوادونو ته له سفر مخکې باید تاسو واکسین ترلاسه کړئ.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند، هغه آسټرالیایانو بهر ته له سفر څخه منع کړي چې واکسین یې ندی ترلاسه کړی.
۳: بېړنی پلان ولرئ.

د آسټرالیا د طبي چارو مرستیال افسر، مایکل کیډ له آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو "بېړنی پلان ولري".

هغه وايي: "دا د ټولو آسټرالیایانو لپاره مهمه ده ترڅو د عامې روغتیا په اړه له ځایې امرونو او مشورو اطاعت وکړي."

۴: د سفر لپاره بیمه ترلاسه کړئ.

مسافریونو ته مشوره ورکول کېږي ترڅو وګوري چې آیا د سفر بیمه لري او بیمه کولای شي د کرونا پرمهال د دوي مصارف ورکړي.

آسټرالیایان کولای شي له بېلابېلو کمپنیو او لارو د سفر بیمه ترلاسه کړي.
که چېرې تاسو لاندې نښې نښانې لرئ، نو مهرباني وکړئ درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهئ او ورته و وایاست چې تاسو په کرونا وېروس اخته یاست.

تنفسي ستونزه یا نفس تنګي
د سینې سخت درد یا فشار
نوې یا بېرته ستنیدونکې تبه
تاسو نشئ کولای تمرکز وکړئ یا ذهني ګډوډۍ سره مخ یاست
له خوب څخه پاڅېدلو کې ستونزه لرئ

که چېرې تاسو په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته، نورې نښې نښانې لرئ نو مهرباني وکړئ له خپل فامیلي ډاکټر یا د روغتیایي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره خبرې وکړئ(منبع: Healthdirect).

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو، د آسټرالیا د مختلفو کلتورونو ټولنو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.

د اس بي اس شبکې د مختلفو ژبو له پورټال څخه لیدنه وکړئ او خوندي پاتې شئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Yumi Oba
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service