د کرونا وبا څه وخت پای ته رسېږي او پدې اړه څوک پرېکړه نیسي؟

کارپوهان وايي، د کوویډ-۱۹ واکسین تطبیق او محدودیتونو کموالی پدې معنی ندي چې په آسټرالیا یا کوم بل هېواد کې د کرونا وبا پای ته رسېدلې ده.

Scientists believe COVID will transition from pandemic to endemic over time.

Scientists believe COVID will transition from pandemic to endemic over time. (file) Source: Getty/Tempura

د نړیوالو روغتیایي مقرراتو، بېړنۍ کمېټه په هرو دریو میاشتو کې یوه ناسته ترسره کوي ترڅو د کرونا وېروس د وضعیت په اړه پرېکړه ونیسي. د دغې کمېټې له ناستې وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان د دغې کمیټې د پرېکړې او وړاندیزونو په اړه خلک خبروي.

یو شمېر نړیړال متخصصین د بېړنۍ کمېټې غړیتوب لري او د کرونا وبا له پیل راهیسې د دغې کمېټې غړو ۱۲ ځله ناسته ترسره کړې. 

د دغې کمېټې په وروستۍ ناسته کې چې د جولای د میاشتې په ۸ نېټه ترسره شوې وه، پرېکړه وشوه چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې او لدې سره د مبارزې لپاره نړیوالې همغږۍ ته ضرورت دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پرېکړه د آسټرالیا په ګډون، د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو لخوا عملي کېږي.
Members of the public wait to be tested at a pop up COVID clinic in Melbourne's North, Wednesday, December 22, 2021. Victoria is considering tightening indoor mask mandates, as testing sites continue to be inundated. (AAP Image/Joel Carrett) NO ARCHIVING
Australia is preparing for a fresh wave from Omicron's two new sub-lineages, BA.5 and BA.4. Source: AAP Image/Joel Carrett
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کلینیکي رنځپوهنې او طبي څیړنې انسټیټیوټ رییس پروفیسور سټیفن لي وايي،  د خلکو چلند ، اقتصادي اغیز ، مړینې او ناروغتیا به د اوسني وبا برخلیک وټاکي.

هغه پدې باور ده چې ممکن مونږ په نږدې راتلونکې کېد وبا د پای ته رسېدو خبره ونه واورو.

"موږ ممکن دا خبره په نږدې راتلونکي کې ونه واورو، پرته لدې چې ویروس نرم شي او موږ ډېر ښه، ډېر ځانګړي واکسینونه او درمل ولرو."

د روغتیا نړیوال سازمان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې راپورونه ښیې چې د کرونا ویروس څو ځله خپل شکل بدل شوی مګر تر اوسه په ټولنه کې شتون لري.
د موناش پوهنتون څیړونکو موندلې چې ډیلټا یا دریمې څپې، د ۲۰۲۱ کال د جون او نومبر میاشتو ترمینځ په آسټرالیا کې د تیرو دوه څپو په پرتله ډېر تلفات درلودل.

په آسټرالیا کې اوسمهال یو ځل بیا د کرونا وېروس پېښې د لوړیدو په حال کې دي، وړاندوینه شوې چې د آګسټ په میاشت کې به د کرونا یروس روانه څپه خپل اوج ته ورسېږي.

د روانې څپې په اړه اندېښنې د لوړېدو په حال کې دي، د لوی عمر لرونکو د ساتنې مرکزونو مسئولین هم د وضعیت به اړه اندېښمن دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، د کووید-۱۹ تخنیکي څانګې مشره ډاکټر ماریا وان کرخوف وايي چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې.

"مونږ لدې ویروس سره  د اور لوبې کوو ... زه پوهیږم چې نړۍ غواړي د کووېد-۱۹ وبا پای ته ورسېږي، مګر دا ډول شدید جریان به د نورو ډولونو د پیدایښت لامل وګرځي."

د کرونا وېروس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۳۱ نېټه د چین په وهان کې ثبت شوې، له هغې مودې راهیسې تر اوسه پورې په نړیواله کچه د واکسین او درملو د دتولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

 

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Melissa Compagnoni, Sahil Makkar

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کرونا وبا څه وخت پای ته رسېږي او پدې اړه څوک پرېکړه نیسي؟ | SBS Pashto