امریکا شپږ میاشتنیو ماشومانو لپاره د کوویډ-۱۹ واکسین تایید کړ. آیا آسټرالیا به هم دې ته ورته پرېکړه وکړي؟

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز د شپږو میاشتنیو ماشومانو لپاره د کرونا واکسین تایید کړ. آسټرالیا غواړي کوچنیو ماشومانو ته د واکسین د تطبیق چارې له نږدې څخه و څاري.

Australia will be watching the data closely as the US rolls out vaccines for children as young as six months.

Australia will be watching the data closely as the US rolls out vaccines for children as young as six months. Source: AAP / Ben Garver/AP

په آسټرالیا کې د کرونا وېروس له امله د مړه شویو کسانو شمېرې د لوړېدو په حال کې دي. 

وروسته له هغه چې امریکا، د شپږو میاشتو کوچنیو ماشومانو لپاره د کرونا واکسین تایید کړ، یو شمېر آسټرالیایانو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې آسټرالیا به څه وخت، دې ته ورته پرېکړه ونیسي.
د سیډني پوهنتون پروفیسر، ډاکټر نیکولاس ووډ وايي‌ چې آسټرالیا به د واکسین تطبیق چارې له نږدې وګوري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د کوچنیو ماشومانو لپاره خوندي دی.

هغه وايي: "خوندیتوب به په متحده ایالاتو کې په خورا فعاله توګه وڅارل شي او آسټرالیا به وکولی شي د متحده ایالاتو تجربه وګوري."

"مخکې لدې چې والدین خپل ماشوم واکسین کړي، غواړي پوه شي چې آیا واکسین خوندي دی او څومره خوندي دی؟"

"دوی [آسټرالیایان] غواړي په دې هم پوه شي چې واکسین څومره اغیزمن دی. د واکسین د آزمایښت دوره ډېره اوږده نه وه، ترڅو وکولای شي د واکسین اغیزمنتوب ښه اټکل کړي."
COVID-19 vaccines can be given on the same day with a flu vaccine
Source: AAP
سره لدې چې د کرونا وېروس پر ماشومانو ډېر ناوړه اغېز نلري، مګر په امریکا کې د کوچنیو ماشومانو د مرګ پنځم لامل دی. 

تېره اوونۍ د فایزر او مډرنا شرکتونو د کوچنیو ماشومانو د کرونا واکسین د تایید لپاره د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې ته وړاندې کړ چې تېره ورځ د یاد مرکز لخوا تایید شو.

مډرنا شرکت، د آسټرالیا د درملو د کنټرول مرکز ته هم  خپل غوښتنلک سپارلی دی، مګر آسټرالیا تر اوسه پدې اړه پرېکړه نده نیولې.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
امریکا شپږ میاشتنیو ماشومانو لپاره د کوویډ-۱۹ واکسین تایید کړ. آیا آسټرالیا به هم دې ته ورته پرېکړه وکړي؟ | SBS Pashto