د آسټرالیا د پوځ پخوانی سرتیری، بین رابرټس سمیت یو ځل بیا محکمې ته ځي

د دریو ورځپاڼو پر وړاندې د بدنامۍ دوسیې له بایلولو ۱۰ میاشتې وروسته، د آسټرالیا د پوځ پخوانی سرتیری، بین رابرټس سمیټ محکمې کې د خپل اعتبار د بیرته ترلاسه کولو په هڅه کې دی.

Man in suit in light rain.

د آسټرالیا د پوځ پخوانی سرتیری، بین رابرټس سمیت یو ځل بیا محکمې ته ځي Source: AAP / Dan Himbrechts

د آسټرالیا د پوځ پخواني سرتیري، بین رابرټس سمیت د فدرال محکمې د قاضي د تېر کال حکم ننګولی دی، ټاکل شوې چې د ۱۰ ورځو په مودې کې درې قاضیان د هغه د وکیلانو لخوا پراخ دلیلونه واوري.

د نوموړي د استیناف اورېدنه به د دوشنبې په ورځ پیل شي ځکه بدنام شوی جنګی تجربه کار یوځل بیا د خپل شهرت د بېرته جوړولو هڅه کوي.

دغه ۴۵ کلن پخوانی سرتیری د تیر کال د جون په میاشت کې د فدرالي محکمې د قاضي موندنې ننګوي چې په رپوټونو کې شوې ادعا یې رښتیا بللې وه. په رپوټونو کې ادعا شوې چې هغه په افغانستان کې د څلور زندانیانو په غیر قانوني وژنه کې مسئول او ښکیل وو.
بین رابرټس سمیت د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ، شپږ ځله افغانستان ته د وظیفې لپاره استول شوی.

نوموړي په افغانستان کې د آسټرالیا له ځانګړو ځواکونو (SAS) سره دنده ترسره کړې.

په افغانستان کې له پنځم پوځي ماموریت وروسته، نوموړي ته د آسترالیا تر ټولو لوړ پوځی مډال (ویکتوریا کراس) ورکړل شوی.

د سیډني مارنینګ هیرالډ، ایج او کنبرا ټایمز ورځپاڼو په ۲۰۱۸ کال کې په یو لړ راپورونو کې تور لګولی وه چې رابرټس سمت، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي.

په افغانستان کې د جنګي جرمونو له تورونو وروسته هغه د دریو ورځپاڼو او دریو ژورنالیستانو خلاف د بدنامۍ قضیه ثبت کړې وه.

د ۲۰۲۳ کال د جون په لومړی نېټه، د رابرټس سمېټ د قضیې قاضی انتوني بیسانکو د قضیې په اړه خپله پریکړه صادره کړه، او ویې ویل چې د هغه پر وړاندې تورونه "ښه بنسټیز" دي.

ټاکل شوې چې د نوموړي د استیناف اورېدنه به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

ښاغلی رابرټس سمیت تر دې دمه په افغانستان کې د خپلو کړنو لپاره په کوم جنايي جرم نه دی محکوم شوی او وايي چې بې ګناه دی.

که چېرې دغه قانوني ننګونه ناکامه شي، نو بین رابرټس سمیت او په سیون شبکې کې د هغه تمویل کونکي په شمول دې میلیاردر کیري سټوکس به، د لسګونو ملیونو ډالرو قانوني لګښتونو سره مخ شي.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service