د بلوچستان په پښین او قلعه سیف الله سیمو کې د ټاکنو د نوماند پر دفترونو چاودنې ترسره شوي.
دغه چاودنې د اسفندیار کاکړ او د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند پر ټاکنیزو دفترونو شوي چې لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي.
په وروستیو څو اوونیو په پاکستان کې د ټاکنو په نوماندانو بریدونه زیات شوي او اندېښنې یې را پارولي دي.
ټاکل شوې ترڅو نن په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره شي، چارواکو ویلي چې د رای ورکولو د مرکزونو امنیت یې ټینګ کړی دی.
تر دې دمه د دغو چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو په وروستیو کې د دغې بریدونه مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



