'ستر بشري ناورین': د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه شوې ترڅو له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي

مرستندویه ډلې په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابیدو په اړه خبرداری ورکوي او له آسترالیا څخه غوښتنه کوي ترڅو له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

A family displaced by the Taliban now in Kabul.

A family displaced by the Taliban now in Kabul. Source: Getty Images Europe

د نړیوالې پراختیا لپاره د آسټرالیا شورا (ACFID) وايي،  آسټرالیا باید په عاجل ډول له افغانستان سره د خپلو مرستو دوه برابره کولو په اړه غور وکړي ځکه دا هېواد له خپلو نړیوالو شریکانو شاته پاتې دی.

په داسې حال کې چې د نړۍ یو زیات شمېر هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو همکارانو او ویزه لرونکو کسانو د وېستلو په لټه کې دي، مرستندونه ادارې د هغو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه لري چې په افغانستان کې پاتې دي.

دغه ادارې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي ترڅو له افغانستان سره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي ځکه په دغه هېواد کې ورستیو جکړو او وچکالیو خلک زیانمن کړي‌ دي.
اسونتا چالز په افغانستان کې World Vision Afghanistan د ادارې مشره ده. هغه په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښمنه ده.

هغې د اس بي اس خبرې شبکې ته ويلي : " د هر وخت په پرتله اوس بشري مرستو ته زیاته اړتیا شته"

نوموړې زیاتوي چې افغانستان به د خوړو له لا ډېر کمښت سره مخ شي.
World Vision's Asuntha Charles speaks with SBS News.
World Vision's Asuntha Charles speaks with SBS News. Source: SBS News
د ملګرو ملتونو سازمان وايي په روان کال کې د جګړو له امله شاخوا ۵۵۰ زره کسان د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شي او د افغانستان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته بې ځایه شوي.

سره لدې چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د پخوا په پرتله زیات ضرورت لیدل کېږي، مګر یو زیات شمېر مرستندویه ادارې د خپل فعالیت درولو ته اړ شوي.

آغلې چارلز وايي د دوي ډله به په افغانستان کې پاتې شي، مګر نه پوهېږي چې طالبان به څه وخت ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

هغې له نړیوالو مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې ترڅو په افغانستان کې بشردوستانه هڅو ته ژمن پاتې شي، چېرته چې خلک له جګړو، وچکالۍ او کوروناویرس ناروغۍ سره مخ دي.

هغې وویل: "که موږ دا اوس ودروو - دا به یو بحران وي."

"موږ په رښتیا غواړو ترڅو نړیواله ټولنه هغو ژمنو ته ژمنه پاتې شي چې کړې یې دي"
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو اداره وايي‌ په افغانستان کې شاخوا ۱۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترچ  د سه شنبه په ورځ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې شاخوا ۵۰ سلنه خلک نه پوهېږي چې د سبا خواړه به کومه کړي.


شریکول

خپور شوی په

لخوا Tom Stayner

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service