د آسټرالیا د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ د میاشتې په سرشمېرنه کې ۹۶.۱ سلنه اوسېدونکو ګډون کړی چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي.
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې د آسټرالیا ۲۷.۶ سلنه اوسېدونکي له دغه هېواد څخه بهر پیدا شوي او له هغه وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.
آسټرالیا څومره نفوس لري؟
د ۲۰۲۱ کال د احصایې آمار ښيي چې د سرشمېرنې پرمهال د آسټرالیا نفوس ۲۵ میلیونه، ۴۲۲ زره او ۷۸۸ کسانو ته رسېده، پرته له هغو کسانو چې آسټرالیا ته د سیل لپاره راغلي وه.
آمار ښيي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د آسټرالیا نفوس دوه برابره زیات شوی، په ۱۹۷۱م کال کې شاوخوا دولس نیم میلیون کسان په آسټرالیا کې اوسېدل، مګر اوس د دغه هېواد نفوس له پنځویشت میلیونو څخه پورته دی.
د ۲۰۲۱ کال د سرشمېرنې آمار همدا راز ښيي چې د آسترالیا ۵۰.۷ سلنه اوسېدونکي ښځینه دي.

د آسټرالیا اوسېدونکي په کومو ژبو خبرې کوي؟
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې خلک له ۳۵۰ څخه په زیاتو ژبو خبرې کوي.
له انګليسي (انګریزي) ژبې پرته په نورو ژبو د خبرې کوونکو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. اوسمهال په آسټرالیا کې شاوخوا ۵.۶ میلیونه خلک په خپلو کورونو کې په نورو ژبو خبرې کوي.
د ۲۰۲۱ کال د سرشمېرنې د پوښتنو په ځواب کې ۸۵۲ زره او ۷۰۶ کسانو ویلي چې په انګلیسي ژبه هېڅ نه پوهېږي او یا هم لږ خبرې کولی شي.

د آسټرالیا څومره اوسېدونکي په پښتو، دري او هزاره ګي ژبو خبرې کوي؟
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۱۲ زره او ۶۵۴ کسان په پښتو ژبه خبرې کوي. دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله زیاتوالی ښيي، په ۲۰۱۶ کال کې ۹ زره او ۲۳۴ کسانو په پښتو ژبه خبرې کولې.
د سرشمېرنې پایلې ښيي چې په آسټرالیا کې ۲۹ زره او۸۲۸ کسان په دري او ۴۱ زره او ۶۷۸ کسان په هزارګي ژبه خبرې کوي.
په تېرو ۵ کلونو کې د دري او هزاره ګي ژبو ویونکو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۶ کال کې ۲۰ زره او ۱۷۶ کسانو په دري او ۲۲ زره او ۲۶۹ کسانو په هزاره ګي ژبو خبرې کولې.

