د کریسمس د رخصتیو پرمهال د څو تنو له ډوبېدو وروسته د سږکال رخصتۍ وژونکې ثابتې شوې

د کریسمس او باکسنګ ډې د رخصتیو پر ورځو، د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې ۵ تنه په اوبو کې ډوب شوي او دغه کار د مسئولینو اندیښنې را پورته کړي دي.

Drownings reach 10-year high in Australian adults aged 25 to 34

Source: ABC Australia

په تېرو دریو ورځو کې د وېکټوریا ایالت ۳ تنه اوسېدونکي، په سویلي آسترالیا کې یوه ښځه او د تایوان یو اوسېدونکی په اوبه ډوب شوي دي.

د یوه ۱۷ کلن ځوان مړی د ویکټوریا ایالت په سویل کې تېره ورځ (دوشنبه) ماسپښین موندل شوی دی او دوه تنه نور وېکټوریایان د دغه ایالت په سویل لویدیځ او شمال ختیځ کې ډوب شوي دي.

د آدېلېډ ښار په سویلي کې یوه ۷۳ کلنه میرمن په اوبو کې له ډوبېدو وروسته مړه شوې.

په تېرو ۳ ورځو کې د ۵ تنو له مړینه وروسته د وېکټوریا او سویلي اسټرالیا پولیسو د دغو ۵ تنو د مرینې راپورونه برابروي.

په همدې حال کې یو زیات شمېر آسټرالیایانو له ډوبېدو څخه ژغورل شوي هم دي.

د وېکټوریا ایالت د لایف سیونګ (Life Saving) له ادارې څخه کین ټریلو خلک دې ته هڅوي ترڅو سمندرغاړو ته له تګ مخکې ښه پرېکړه ونیسي او پوه شي کوم ځای ته چې دوي ځي هغه د لامبو وهلو لپاره خوندي دی.

" موږ خلک هڅوو، مخکې له دې چې سمندرغاړې ته لاړ شي ښه پریکړه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دوی چیرته ځي د لامبو لپاره مناسب ځای دی."

په آسټرالیا کې د ډیسمبر، جنورۍ او فبرورۍ میاشتې د اوړي میاشتې وي، له همدې امله ښونځي د ډیسمبر له نیمايي څخه د جنورۍ تر پایه پورې رخصت وي. د ښونځو د رخصتیو پرمهال، د کریسمس او نوي کال رخصتۍ همه راځي چې په دغه موده کې آسټرالیایان د سیل او چکر په موخه بېلابېلو ځایونو ته ځي

آسټرالیا له ۱۰ زره څخه زیاتې سمندرغاړې لري، د اوړي موسم بیا هغه وخت دی چې په آسټرالیا کې خلک سمندرغاړو ته ورځي ترڅو ولامبي او له طبعیت څخه خوند واخلي. مګر که چېرې احتیاط ونشي نو له سمندغاړو څخه خوند اخیستل په مصیبت هم بدلیدای شي.

هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي، د آسټرالیا د نورو اوسېدونکو په پرتله زیات په خطر کې دي.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now