په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېرې په چټکۍ سره د لوړېدو په حال کې دي. تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نږدې ۹ میلیونه کسان په کرونا وېروس اخته شوي او ۴۶۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وروستي راپورونه ښيي چې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۸۳ زره کسان د نړۍ په بېلابېلو هېواونو کې په کرونا وېروس اخته شوي او دغه شمېرې د زیاتېدو په حال کې دي.
د امریکا د جان هاپکنس پوهنتون لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په امریکا کې د اخته کسانو شمېر نږدې ۲ میلونه او ۳۰۰ زره کسانو ته رسیدلی.
له امریکا وروسته په برازیل کې له ۱ میلیون څخه زیات کسان په کرونا وېروس اخته شوي. راپورونه ښيي په برازیل کې تر دې دمه له ۵۰ زرو څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په روسیې کې ۵۸۳ زره او په هند کې شاوخوا ۴۱۰ زره کسان په کرونا وېروس اخته شوي.
د کرونا وېروس ( کوېډ - ۱۹) حقيقت پاڼه

کووېډ-۱۹: د آسټرالیا اوسېدونکي چېرته او څه وخت کولای شي د کرونا وېروس واکسین ترلاسه کړي؟
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، ټېډروس آدانوم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د کرونا وېروس په چټکۍ سره د خپرېدېږي او اوسمهال نړۍ په یوه نوي او خطرناکه حالت کې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر همدا راز له خلکو څخه غوښتنه کړې ترڅو ماسک واغوندي، لاسونه په دوامداره توګه پرېمنځي او ټولنیز واټن ته پاملرونه وکړي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus