مهم ټکي:
- د نیو ساوت وېلز ایالت په ډبو سیمه کې قرنطین وضع شو
- په وېکټوریا کې د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي
- کنز د پلان مطابق له قرنطین څخه وځي
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري.
د نویو ثبت شویو پېښو له ډلې څخه د ۵ په اړه څېړنې روانې دي.
تېره ورځ د ویکټوریا ایالت د روغتیا وزیر، مارټین فولي وویل چې راتلونکې میاشت کې د کرونا واکسین لپاره ۳۳۳ زره کسانو بوکینګ کړی دی او ډېر خلک غواړيواکسین ترلاسه کړي.
د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز نن سهار اعلان وکړ چې په ملبورن ښار کې محدویتونه د آګسټ د میاشتې په ۱۹ نېټه پای ته رسېږي.
په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ: https://www.coronavirus.vic.gov.au/vaccination-centres
نیو ساو وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس۳۴۴ نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي چې له دغې ډلې څخه ۶۵ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت ویل ایالت په ډبو سیمه کې هم قرنطین وضع شو. تېره ورځ د نیو ساوت ویل ایالت په بېرون شایر، رچمند والي ، لیزمور او بالینا په محلي حکومتي سیمو کې د قرنطین اعلان شوی وه.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو پېښو سره اړیکه لري.
- په کنز او یرامبا سیمو کې نن ۴ بجې قرنطین پای ته رسېږي
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.NSW Travel & transport and QuarantineVIC Travel permit, Overseas travellers and QuarantineACT Transport and QuarantineNT Travel and QuarantineQLD Travel and QuarantineSA Travel and QuarantineTAS Travel and QuarantineWA Travel and Quarantineخبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروسد اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia TasmaniaNorthern Territory
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia Tasmania
Northern Territory

