Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

هکرانو د افغانستان او آسټرالیا په ګډون د نړۍ په ۱۰۶ هېوادونو کې د فیسبوک کاروونکو شخصي معلومات غلا کړي

د نړۍ په ۱۰۶ هېوادونو کې د فیسبوک شبکې د شاوخوا ۵۳۳ میلیونو کاروونکو شخصي معلومات غلا شوي دي.

facebook
Source: The Business Standard

د سایبري امنیت یو شمېر متخصصینو اعلان کړی چې د نړۍ په ۱۰۶ هېوادونو کې د شاوخوا ۵۳۳ میلیونو کسانو شخصي معلومات د دوي د فیسبوک له حسابونو څخه غلا شوي. د ۱۰۶ هېواونو په لېست کې د افغانستان، آسټرالیا، هندوستان، جرمني، فرانسې، انګلستان او امریکا نومونه لیدل کېږي.

په آسټرالیا کې د فیسبوک شبکې د شاوخوا ۷ میلیونو او په افغانستان کې د ۵۵۸ زره کسانو شخصي معلومات غلا شوي او آنلاین خپاره شوي دي.

Facebook BREACH
Source: Twitter / Alon Gal (Under the Breach)

د فسبوک شبکې د میلیونونو کاروونکو د شخصي معلوماتو له غلا وروسته، اوس په انلاین نړۍ کې د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په اړه اندیښنې نورې هم زیاتې شوي دي.

د فیسبوک شبکې مسئولین وايي چې هکرانو په ۲۰۱۹ کال کې د میلیونونو کاروونکو شخصي معلومات غلا کړي وه، مګر اوس تخنیکي ستونزه حل شوې او د نورو کاروونکو معلومات خوندي دي.

دا لومړی ځل ندی چې د فیسبوک د کارونکو معلومات غلا کېږي، تر دې وړاندې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې هم دې ته ورته خبرونه خپاره شوي وه چې د فیسبوک د میلیونونو کاروونکو د ټلیفون شمېرې غلا شوي‌ دي. 

 

 

 

 

 

 

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb, SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now