فېسبوک د معلوماتو د راټولولو او بيا له نورو سره شريکولو په برخه کې له يو ستر سر خوږي سره مخ شوې او اوس د يادې شبکې امنيت او هم مصونيت برخې پلټنه روانه دي.
کار پوهان وايي چې کيدای شي د استراليايانو معلومات هم د هغوی له اجازې پرته له نورو سره شريک شوي وي.
امريکا کې د ميلينو کسانو فيس بوک معلومات له نورو ادارو سره شريک شوي چې دا په اصل کې د محرميت او راز ساتلو قانون ماتول دی او دلته له اسټراليايي حکومت څخه غوښتنه شوې داسې لارې دې غوره کړي ترڅو د اسټراليايي اتباعو شخصي معلومات د هغو له اجازې پرته له نورو سره شريک نشي.
داچې څنګه ځان خوندي ساتلی شئ ، ياد رپوټ واورئ.





