په افغانستان کې د زلزلې له امله نږدې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسئولین وايي چې په وروستۍ زلزلې کې ۹۲۰ کسان مړه شوي‌ او شاوخوا ۶۰۰ کسان ټپیان دي.

Afghanistan

Source: SBS News

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي چې په خوست، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له امله ۹۲۰ کسان مړه شوي او ۶۱۰ نور ټپیان دي.

ښاغلي مسلم ویلي چې د مړه شویو کسانو له کورنیو سره ۱۰۰ زره او له ټپیانو سره ۵۰ زره افغانۍ کمک کېږي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ترڅو د دغې پیښې له قربانیانو سره مرسته وکړي.

earthquake
Source: AAP, AP

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د اړیکو او معلوماتو آمر، حسیب الله شیخانی له اس بي اس پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د زلزلې ټکانونه په خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوې. مګر ډیری تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.

هغه وايي، د پکتیا ولایت په زلزله ځپلې سیمه کې مخابراتي‌ شبکې کار نکوي له همدې امله د یاد ولایت په اړه تر اوسه دقیق معلومات په لاس کې نلري.

"په پکتیا کې د زلزلې ټکانونه په داسې ځای کې ثبت شوي چې تلیفوني شبکې کار نه کوي، له همدې امله یې جزیات وروسته شریکوو."

نوموړی وايي چې د زلزلې ترڅنګ، په ورستیو ورځو کې د سیلابونو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ ټپیان شوي دي.

ښاغلی شیخانی له آسټرالیا او نورو ورته هېوادونو غواړي ترڅو د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي.

" قربانیانو ته د ښې رسیدنې لپاره، دا اړینه ده چې مرستندویه هیوادونه لکه آسټرالیا او نور هېوادونه د افغانانو او د افغانستان له اغیزمنو خلکو سره مرسته وکړي."


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS News


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now