د کرېکټ د نړیوال شل اوریز جام، دویمه نیمه پایلوبه نن (پنجشنبه) د هند او انګلستان د ملي لوبډلو ترمنځ په اډېلېډ ښار کې ترسره شوه.
د لوبې په پیل کې انګلستان ټاس وګاټه او پرېکړه یې وکړه ترڅو لومړی توپ اچونه وکړي.
هند په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته ۱۶۹ منډې هدف وټاکه، مګر د انګلستان لوبډله په ۱۶ اورونو کې دغه هدف پوره کړ او پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د هند او انګلستان د نن ورځې په لوبه کې کریس جورډن ۳، کریس ووکس او عادل رشید یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.
د توپ وهنې په برخه کې د انګلستان لپاره الکس هیلز ۸۶ او جاس باتلر ۸۰ منډې ترلاسه کړې.
دا پداسې حال کې ده چې تېره شپه پاکستان د نوي زیلنډ له لوبډلې څخه په ۷ وېکټو لوبه وګټله او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې ترڅو د روان ۲۰۲۲ کال د شل اوریز جام وروستۍ لوبه، د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۳) په ملبورن کې د انګلستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

