Key Points
- Senators have pledged to keep pressure on the Taliban to uphold the rights and freedoms of the Afghan people.
- "I too have family back in Afghanistan and receive daily news of the atrocities and injustices," Senator Fatima Payman said.
د استرالیا په پارلمان کې لومړۍ افغان مسلمانې مېرمنې پر اسټراليا غږ کړی چې د طالبانو لاس ته د پلازمېنې کابل له سقوط څخه یو کال وروسته هم افغانستان مه پرېږدي.
د سناتورې فاطمې پيمان پلار په ۱۹۹۹ کال کې له طالبانو څخه له تېښتې وروسته اسټراليا ته راغی او ۲۳ کاله وروسته د ولسي جرګې لومړۍ حجاب اغوستې وکيلې طالبانو ته د افغانانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د خطرونو په اړه خبرې وکړې.
هغې مشرانو جرګې ته وویل، «هره ورځ زما دفتر د هغو کسانو له خولې اوري چې له طالبانو څخه د تېښتې هڅه کوي او یا هم هغه کسان چې د ظلمونو ښکار شوي دي.
زه نشم کولی هغه دردناک درد او بدبختۍ بیان کړم چې موږ یې ورځ په ورځ اورو."
"زه هم په افغانستان کې کورنۍ لرم او هره ورځ د هغو ظلمونو او بې عدالتیو خبرونه ترلاسه کوم او دا په داسې حال کې کیږي چې د دوی ژوند په خطر کې دی او ماشومان یې بند پاتې دي."
مشرانو جرګې د دوشنبې په ورځ د استرالیا هغه ژمنه بیا تایید کړه چې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د جګړې پرمهال یې له اسټراليايي ماموريت سره کار کړی، او ژمنه یې وکړه چې په کور کې د کډوالو د بیا میشتیدنې هڅو ته دوام ورکړي. دې پر طالبانو هم غږ کړی چې "د ښځو، نجونو او لږکیو ډلو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د ساتلو په برخه کې پر خپلې ژمنې ودرېږي؛ او اجازه ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرو سازمانونو او د هغوی د ملاتړو شبکو په خوندي ځاله بدل شي". د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ پر طالبانو تور ولګاوه چې د افغانانو ازادي یې سلب کړې، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو.
اغلې پيمان وويل، موږ باید په خپل هوډ ټینګ پاتې شو او وبه ګورو چې د افغانستان خلک د فرصت او برابرۍ د یوه سوله ییز، ازاد راتلونکي لپاره خپلې هیلې پوره کړي.
فدرالي حکومت هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ویزو طی مراحل چټک کړي ځکه دا مهال له 40,000 څخه ډیر غوښتنلیکونه ثبت شوي چې له 211,000 څخه ډیر خلک پوښي.
د استرالیا په ۲۰ کلنه جګړه کې تر ۳۹۰۰۰ زیات دفاعي ځواکونه او ملکي وګړي افغانستان ته استول شوي او ۴۱ پوځیان وژل شوي دي.
"دوه سوه او شپیته اسټرالیایان له سختو ټپونو سره بیرته کور ته راستانه شول، او په زرګونو نور د هغو ټپونو سره بیرته کور ته راستانه شول چې د لیدلو وړ نه وو، د رواني روغتیا مسلې لا تر اوسه د دوی سره دي.