تازه دا یوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو یو نوی راپور وښوده چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري ژوندی دی او دا ډله لا هم له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکي لري.
د ملګرو ملتوتو په دې راپور کې راغلي ول، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره د ایمن الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوي.
ملګرو ملتونو په خپل دې نوی راپور کې ویل وو، القاعده؛ یو ځل بیا د نړۍ د ترهګریزو شبکو تر ټولو په ګواښوونکې ډله بدله شوې.

Human Rights Chief within the United Nations Assistance Mission to Afghanistan, Fiona Frazer Source: (AP Photo/Ebrahim Noroozi)
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ،" نړیوال شرایط د القاعدې لپاره مناسب دي چې غواړي یو ځل بیا د نړیوالې جهادې ډلې د مشرې په توګه وپېژندل شي."
په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی وو، که څه هم القاعده شبکه اوس په ښه موقف کې ده، خو له دې امله په نورو هېوادونو بریدونه ته زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې را نه شي.
د سیاسي چارو یو شنونکي د ملګرو ملتونو دا اندېښنه پر ځای بولي، چې طالبان لاهم له القاعده ډلې سره پیاوړې اړیکې لري او له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن نه دي پاتي شوي.
دوی له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې چې القاعده ډلې ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي، نو که چېرته دا په اثبات ورسیږي چې په افغانستان کې لا هم یو شمېر تروریستي ډلې په تېره القاعده ډله فعالیت کوي دا د دوحې د تړون خلاف عمل دی.
د سیاسي چارو دغه شمېر کتونکو زیاته کړه، پکار ده چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره په افغانستان کې خپلې اړیکي پرې کړي او که داسې ونه کړي دا چاره به په افغانستان کې د جګړې نوی فصل پرانیزي.
له طالبانو سره د امریکا په شوې تړون کې د واشکنټن یوه مهمه غوښتنه د القاعده په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په شلولو او دا چې بیا د افغانستان له خاورې پر متحده ایالتونو او متحدانو يې لکه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د تررویستي بریدونه په توګه کار وانه خیستل شي، راڅرخې.
د چارو کتونکي همدې موضوع ته په اشارې سره وايي، په افغانستان کې د القاعده ډلې پیاوړي کېدل به دغه هېواد یو ځل بیا د بحران لور ته یوسي، چې کنټرول به يې د طالبانو په وس کې نه وي.
بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ادعا کړې چې په افغانستان کې ځینې وسله والې ډلې له پخوا راهیسې موجودي دي او دا ډلې راتلونکي کې په خپله د افغانستان، پاکستان او د سیمې هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره خطر پیښولي شي.
پاکستان ویلي چې دا یو شریک خطر دی او د مخنیوي په پار يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکاري او ښکېلتیا ته اړتیا ده.

A photo of the Parliament building in Islamabad, Pakistan. Source: Pakistan Today
خو د طالبانو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د نړیوالو او کاونډیو هېوادونو دې اندیښنو ته په ځواب کې اس بي اس راډیو ته وویل، د افغانستان سرپرست حکومت د خپل موقف له مخې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه کوم بل هېواد ته ګواښ او تهدید متوجه نه دی او نه هم چاته د دې اجازه ورکوي.
بشپړ رپوټ واورئ.