په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) تایید کړې چې د پاکستان د دوشنبې شپې د هوايي بریدونو له امله په کونړ کې لږ تر لږه درې ملکي وکړي، چې یو ښځه، یو نارینه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي اختلافونو په دوام، پاکستان د سپټمبر پر ۲۱مه د افغانستان د کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل؛ هغه بریدونه چې د طالبانو حکومت یې د ملکي سیمو په نښه کول بولي، خو پاکستان بیا وايي چې هدف یې د دغه هېواد پر ضد د فعالیت کوونکو وسلهوالو پټنځایونه وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په کونړ کې په دغو بریدونو کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، په پکتیکا کې یو کور او یو سیمهییز دوکان هم په نښه شوي، خو هلته ځاني زیان نه دی اوښتی.
مجاهد دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغانستان به ورته مناسب ځواب ورکړي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت وايي چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک او اړوندو وسلهوالو درې مرکزونه په نښه کړي دي.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې یو مرکز هم په نښه شوی او د یو شمېر ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) تایید کړې چې د پاکستان د دوشنبې شپې د هوايي بریدونو له امله په کونړ کې لږ تر لږه درې ملکي وکړي، چې یو ښځه، یو نارینه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان دغو بریدونو ته په افغانستان کې بیا له بېلابېلو لورو غبرګونونه هم ښودل شوي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د افغانستان د حاکمیت نقض یې بللي دي.
هغه له پاکستانه غوښتي چې په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنې اړیکې لار خپله کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د دغه هېواد د هوايي بریدونو په اړه يې احتجاج لیک ورته سپارلی دی.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




