پېژندل شوي ترکي آشپز، سالټ بې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبې پرمهال لوبغالي ته لاره پیدا کړې وه او هلته یې له لوبغاړو او د نړیوال جام له ټرافي سره انځورونه اخیستي وو.
د سالټ بې اصلي نوم نصرت ګوګچه دی. نوموړی له ۲۰۱۷ کال راهیسې ډېر مشهوره شوی او یو زیات شمېر ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې شتون لري.
د فوټبال نړیوال فدراسیون لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې یاد فدراسیون پدې اړه څېړنه کوي چې سالټ بې څرنګه لوبغالي ته لاره پیدا کړې او ټرافي یې به لاس کې اخیستې.
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوالې سیالۍ په قطر هېواد کې د نومبر په ۲۰ ڼېټه پیل شوې او د ډیسمبر پر ۱۸ نېټه یې وروستۍ لوبه ترسره شوه.
وروستۍ لوبه د فرانسې او ارجنټاین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او ارجنټاین فرانسې ته له ماتې وروسته بریا په خپل نوم ثبت کړه.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
