'د فوټبال نړیوال جام': د فیفا مشر په قطر کې د سږکال سیالۍ "تر ټولو غوره" وبللې

ټاکل شوې ترڅو د فرانسې او ارجینټاین لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه نن د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه په قطر کې ترسره شي. د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر د سږکال سیالۍ ترټولو غوره بللي دي. د نړیوال جام په اړه مهم معلومات دلته لوستلی شئ.

FILE - FIFA President Gianni Infantino speaks at the  2022 World Cup draw at the Doha Exhibition and Convention Center in Doha

FILE - FIFA President Gianni Infantino speaks before the 2022 soccer World Cup draw at the Doha Exhibition and Convention Center in Doha, Qatar, on April 1, 2022. This season will be unique in the 135-year history of domestic leagues in Europe. They will stop for a month or more while players leave for Qatar and the first World Cup ever in the European winter. (AP Photo/Hassan Ammar, File) Source: AP / Hassan Ammar/AP

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ تر اوسه پای ته ندي رسېدلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر روانې سیالۍ ترټولو غوره بللي دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر ګیاني انفانټینو له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

نوموړي په قطر کې د فوټبال نړیوال جام، تر ټولو غوره بللی دی او ویلي یې دي چې له فوټبال څخه د سیاست لرې کولو پریکړه "د مینه والو لپاره وه".

Qatar: FIFA President Infantino gives final press conference in Qatar
د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر، ګیاني انفانټینو په قطر کې د وروستي مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د سیالیو په اړه معلومات ورکړل. Credit: TASS/Sipa USA

د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه څه وخت ترسره کېږي؟

ټاکل شوې ترڅو د فرانسې او ارجینټاین لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه نن ماښام، د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه په قطر هېواد کې ترسره شي.

دغه لوبه د دوحې ښار په لوسیل لوبغالي کې د قطر پر وخت د ماښام پر ۶ بجو او د کابل پر وخت د شپې پر ۸ بجو او ۳۰ دقیقو ترسره کېږي. مګر یاده لوبه د آسټرالیا په ملبورن، سیډني او کانبرا ښارونو کې د دوشنبې ورځې (ډسمبر ۱۹مه) د سهار پر ۲ بجو ترسره کېږي.

کوم هېواد تر ټولو زیات نړیوال جام ګټلی دی؟

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ له ۱۹۳۰م کال راهیسې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

تېر نړیوال جام په ۲۰۱۸ کال کې په روسیې کې ترسره شوه، مګر د ۲۰۲۲ کال سیالۍ د نومبر پر ۲۰ نېټه په قطر هېواد کې پیل شوي.

د برازیل لوبډلې د فوټبال جام اتلولي تر ټولو زیاته په خپل نوم ثبت کړې.

د نړیوالو سیالیو له پیل څخه تراوسه پورې برازیل ۵ ځله، جرمني ۴ ځله، ایتالیا هم ۴ ځله، ارجیټاین او فرانسې دواړو دوه-دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.

په آسټرالیا کې چېرته دغه سیالۍ لیدلی شئ؟

تاسو کولای شئ، د ۲۰۲۲ د فیفا نړیوال جام وروستۍ لوبه په ژوندۍ او وړیا توګه د اس بي اس او SBS On Demand له لارې وګورئ.

همدا راز تاسو کولای شئ، د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه پر لویو سکرینونو په لاندې ځایونو کې لیدلی شئ:

  • سیډني - تومبلونګ پارک (Tumbalong Park)، ډارلینګ هاربر
  • ملبورن - فیډریشن سکویر (Federation Square) او د اې ام اي پارک (AAMI Park) 
  •  کوینزلنډ - کینګ جورج سکویر (King George Square) او کوین سټریټ مال (Queen Street Mall)
  • کنبرا - سیویک سکویر (Civic Square)
  • آدېلېډ - ټلسټرا پلازا (Telstra Plaza)
  • پرت - نارت بریج پلازا (Northbridge Plaza)
  • هوبارت - ورسټ پواینټ هوټل کسینو (Wrest Point Hotel Casina)

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto, Ben Lewis

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now