په آسټرالیا کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او فاتحې مراسم ترسره شول

د اسټراليا په بېلابېلو ښارونو کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او د هغه روح ته د دعا مراسم ترسره شول٠

Copy of Copy of Source Moment RF  Amir MukhtarGetty Images.png

Credit: Facebook / Abdul Hadi Hadi / Sharif Khoram / Supplied

د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو ترڅنګ د آسټرالیا په ملبورن، سېډني، اډېلېډ او نیوکاسل ښارونو کې د ګيلامن وزير غایبانه جنازه او د فاتحې مراسم ترسره شول٠

د آسټرالیا په ملبورن ښار کې مېشتو افغانانو تېره ورځ د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او د فاتحې مراسم ترسره کړل.
450645979_7952288534847492_5532576015372403544_n.jpg
Credit: Facebook / Liaqat Khan
د دغو مراسمو یو تن تنظیمونکي شریف خرم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر هغو غړو روح ته هم دوعا شوې چې پخوا وژل شوي دي.

 ښاغلي خرم لیکلي: "د مراسمو په ورستۍ برخه کې زمونږ د افغان ټولنې قدرمنو سپينږیرو, مشرانو او سرشاره ځوانانو د جوش او جذبې نه ډکې ویناوې او اشعار ګډونوالو ته وړاندې کړل او زیات شمیر مهمو کړنو ته اشارې وشوې.

"غونډې نه وروسته د ستر شهید ګیله من وزیر ماشومانو سره د دوامداره مرستې پر میکانیزم خبرې وشوې."
د آسټراليا په سېډني ښار کې بيا مېشتو افغانانو نن (یکشنبه) د بلک ټاون په جومات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي او شاعر ګیله من وزیر غایبانه جنازه وکړه.

له غایبانه جنازې وروسته، د ګیله من د فاتحې مراسم ترسره شوي او ګډونوالو د هغه روح ته دعا کړې.
بل لورته په اډېلېډ ښار کې مېشتو ځينو افغانانو د ګیله من وزیر غایبانه جنازه د دغه ښار په روټونډا ایلډر پارک کې ترسره کړې.

د دغو مراسمو یو تن تنظیمونکي سمندر صدیقي اس بي اس پښتو ته ویلي چې د ګیله من د غایبانه جنازې او ختم په مراسمو کې مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
WhatsApp Image 2024-07-14 at 5.34.00 PM.jpeg
Credit: Supplied
په نیو کاسل ښار کې مېشت افغان، شمس الرحمن ماموند وايي چې په دغه ښار کې هم د ګیله من وزیر د فاتحې مراسم ترسره شوي.

هغه وويل، ګیله من وزیر "په وطن او خپلو خلکو سر قربان کړو، دا به لر او بر ټول افغانان یاد ساتي او د هغه مبارزې ته به دوام ورکوي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر د جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.
ګیله من وزیر د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د اسدخېلو د کلي اوسېدونکی و.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې کولې.

په داسې حال کې چې پر ګیله من وزیر د تېرې یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې برید ترسره شوی خو پولیسو تر دې دمه د هغه د وژنې په تړاو څوک ندي نیولي.

پولیسو ویلي چې د تورنو کسانو لټون دوام لري.
WhatsApp Image 2024-07-14 at 4.22.02 PM.jpeg
د نیو ساوت وېلز ایالت په نیوکاسل ښار کې د ګیله من وزیر د فاتحې مراسم ترسره شول. Credit: Supplied
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په آسټرالیا کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او فاتحې مراسم ترسره شول | SBS Pashto