د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف خپل ملت ته په تلویزیوني وینا کې ویلي چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي او په آګسټ میاشت کې به واک سرپرست حکومت ته وسپاري.
هغه وايي: "موږ به د ۲۰۲۳ کال په اګست کې سرپرست حکومت ته مسؤلیت وسپارو."
"موږ د تېر حکومت څلور کلنې ورانۍ په ۱۵ مياشتو کې له منځه يوړې او هغه اور مو مړ کړ چې زموږ سياست، اقتصاد او بهرنيو اړيکو ته يې لمن وهلې وه."

ښاغلي شریف پاکستانیانو ته په خبرو کې ویلي چې واک یې د آګسټ د میاشتې پر ۱۴مه نېټه پای ته رسېږي او ټاکنې ممکن په "اکتوبر یا نومبر" میاشتو کې ترسره شي.
د ټاکنو نېټه به د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شي.
شهباز شریف د عمران خان له لرې کېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې واک ته رسېدلی او د حکومت دوره یې راتلونکې میاشت پای ته رسېږي.
مګر حکومت تر اوسه ندي اعلان کړي چې ملي شورا به څه وخت منحل شي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور
یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

