آیا ماشومان د کووېډ-۱۹ واکسین ته اړتیا لري؟

آمار ښيي چې په تېرو ۷ میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ زره ماشومان په کرونا وېروس اخته شوي او ۸ تنه مړه شوي دي.

COVID-19 VACCINATIONS FOR CHILDREN

Brothers Louise and Harry Taylor-Bishop and sisters Olivia and Evie Kurz pose for a photo after receiving their first vaccine at Kippa Ring Communication Vaccination Clinic in Brisbane. Source: AAP / RUSSELL FREEMAN/AAPIMAGE

مهم ټکي:
  • آسټرالیا غواړي د سپټمبر میاشتې له پنځمې نېټې څخه، له پنځو کلونو کوچنیو ماشومانو ته د کرونا وېروس واکسین تطبیق پیل کړي.
  • کارپوهان وايي کرونا ویروس د ماشومانو لپاره خطرناکه ده.
  • د واکسین جانبي عوارض د لویانو په پرتله په ماشومانو کې لږ عام دي.
د روان کال په پیل کې د آسټرالیا حکومت د هغو ماشومانو لپاره د کرونا واکسین د تطبیق چارې پیل کړې چې د ۵-۱۱ کلونو ترمنځ عمر لري.

تر دې دمه د ۲.۳ میلیونه په شرایطو برابرو ماشومانو له ډلې څخه ۴۰ سلنه ماشومانو د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړی دی.

د سیډني د ماشومانو په روغتون کې د ماشومانو د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر برینډن مکمولن وایي چې والدین شاید د واکسین د جانبي عوارضو په اړه لږ اندیښمن وي او ډاډه نه وي چې د دوي ماشومان ورته اړتیا لري.

د ماشومانو د ناروغیو متخصص پروفیسور نیک ووډ بیا پدې باوره ده چې د واکسین د کم مصرف تر شا ممکن نور لاملونه واوسېږي. د بیلګې په توګه لوژستیکي ستونزې یا هم دا چې خلک ممکن وخت ونلري ترڅو خپل ماشومانو واکسین کړي.

"په کرونا وېروس د یوه شپږ یا اوه کلن اخته ماشوم، والدین شاید فکر وکړي چې ویروس خو ډېر بد نه وه، له همدې امله دوی واقعیاً اړتیا نلري چې بیړه وکړي او واکسین ترلاسه کړي."

"په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته د درې میاشتې انتظار توصیه کېږي. دا ممکن د کم واکسین ترلاسه کولو بل لامل واوسېږي."
آیا ماشومان د کووېډ-۱۹ واکسین ته اړتیا لري؟

دواړه کارپوهان پدې باور دي چې کرونا وېروس، ماشومانو ته په متوسطه کچه خطر پېښوي، مګر هغه ماشومان چې نورې روغتیایي ستونزې لري کېدای شي د کرونا وېروس یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

پروفیسور ووډ وايي، واکسین د ماشومانو د جدي ناروغۍ مخه نیسي.

"ځینې ماشومان کېدای شي، ډېر ناروغه شي او په روغتون کې بستر کیدو ته اړتیا ولري. دوی ممکن اضافي مرستې ته اړتیا ولري لکه آکسیجن یا مایعات."

"حتی که تاسو په وېروس اخته شوي یاست، د وېروس له امله ترلاسه شوی معافیت او واکسین دواړه یو ځای خپلې ګټې لري. هغه معافیت چې تاسو یې ترلاسه کوئ شاید پراخ وي، او دا ممکن تاسو له بیا اخته کیدو څخه خوندي کړي."
واکسین څومره خوندي دی؟

متخصصین وايي چې دا واکسینونه په بشپړه توګه څیړل شوي او د نړۍ په کچه میلیونونو ماشومانو ته ورکړل شوي.

په آسټرالیا کې هم د ماشومانو واکسینونه د دغه هېواد د درملو د کنټرول ادارې لخوا څېړل شوي دي.

پروفیسور ووډ وايي، د واکسین له ترلاسه کولو وروسته په عام ډول سره واکسین کېدای شي دوه اثره ولري، لومړی داچې د پیچکاري ځای لږ درد کوي او په لومړنیو ۴۸ ساعتونو کې سوروالی رامنځ ته کېږي.

تبه، سر درد او د عضلاتو درد هم کېدای شي د واکسین له جانبي عوارضو څخه واوسېږي.

د واکسین جانبي عوارض د لویانو په پرتله په ماشومانو کې لږ عام دي.

پروفیسور ووډ او د هغه ټیم له ۱۲ کلونوڅخه کم عمره ماشومانو کې د مایوکارډیټس خطرونه ندي موندلي.
کوم واکسین د ماشومانو لپاره توصیه کیږي؟

اوسمهال د آسټرالیا د درملو د کنټرول اداره (ټي جي آې) هغو ماشومانو ته چې د ۶ میاشتو او ۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري د مډرنا واکسین دوه ډوزه توصیه کوي.

د National Interoperable Notifiable Diseases Surveillance System ادارې لخوا خپاره شوي آمار ښيي چې په تېرو ۷ میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ زره ماشومان په کرونا وېروس اخته شوي او ۸ تنه مړه شوي دي.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو، د آسټرالیا د مختلفو کلتورونو ټولنو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.

د اس بي اس شبکې د مختلفو ژبو له پورټال څخه لیدنه وکړئ او خوندي پاتې شئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Sahil Makkar
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آیا ماشومان د کووېډ-۱۹ واکسین ته اړتیا لري؟ | SBS Pashto