د آسټرالیا حکومت د افغانانو د غوښتنلیکونو ارزونه کړندۍ کړې

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت اس بي اس پښتو راډیو سره د بشردوستانه ویزو په اړه وروستي معلومات شریک کړي دي. مهرباني وکړئ‌ دلته یې ولولئ.

Visa

Credit: Republicanforaseason

مهم ټکي:

  • آسټرالیا د افغان اتباعو د غوښتنلکونو ارزونې ته لومړیتوب ورکوي.
  • د کورنیو چارو وزارت، د غوښتنلیکونو د چټکې اروزنې لپاره د اضافي کارمندانو په ګډون یو شمیر مهم ګامونه پورته کړي دي.
  • د ۲۰۲۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د نومبر د میاشتې تر ۱۱ نېټې پورې آسټرالیا له ۳ زرو څخه زیاتو افغانانو ته بشردوستانه او د کډوالۍ ویزې ورکړي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ ویزې اعلان کړي، ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي. په دغه ډله کې ۵۰۰۰ فامیلي ویزې هم شاملې دي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت، اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي چې، د ۲۰۲۱ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې تر ۱۱ نېټې پورې یې له ۸ زرو څخه زیاتو هغو افغانانو ته بشردوستانه او د کډوالۍ ویزې ورکړي چې له آسټرالیا څخه بهر دي.

دغه شمېرې ښيي چې یواځې په څلورو میاشتو کې له ۳ زرو څخه زیاتو کسانو ته بشردوستانه ویزې ورکړل شي، په داسې حال کې چې تر هغې وړاندې په ټول کال کې شاوخوا ۵ زره کسانو ته ویزې ورکړل شوي.

Afghan Australian visa holders try to enter the congested Abbey Gate at Hamid Karzai International Airport.
Afghan Australian visa holders try to enter the congested Abbey Gate at Hamid Karzai International Airport. Credit: Department of Defence

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي:

" د ۲۰۲۱ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې، دغې ادارې [کورنیو چارو وزارت] له ۵ زرو څخه زیاتو افغان اتباعو ته د کډوالۍ او بشردوستانه ( کلاس XB) ویزې ورکړي دي."

" د ۲۰۲۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۱۱ نېټې پورې، دغې ادارې [کورنیو چارو وزارت] له ۳ زرو څخه زیاتو افغان اتباعو ته د کډوالۍ او بشردوستانه ( کلاس XB) ویزې ورکړي دي."

'کلاس اکس اې (XA)' او 'کلاس اکس بي(XB)'

د آسټرالیا په بشردوستانه او مهاجرت پروګرام کې بېلابېلې ویزې شاملې دي او پدې پورې اړه لري چې تاسو له آسټرالیا څخه بهر یاست او یا هم آسټرالیا کې یاست چې د 'کلاس اکس اې (XA)' او 'کلاس اکس بي(XB)' په ډلو وېشل شوي.

د آسټرالیا د اکس بي کلاس (Class XB) د مهاجرت او بشردوستانه ویزو ته هغه کسان غوښتنلیک سپارلی شي چې له آسټرالیا څخه بهر دي او غواړي آسټرالیا ته راشي، مګر که چېرې تاسو آسترالیا ته راغلي یاست او دلته د محافظت یا پناه غوښتنه لرئ‌ نو تاسو باید د کلاس اکس اې (Class XA) ویزو ته خپل غوښتنلیک وسپارئ.

په داسې حال کې چې په آسټرالیا کې یو شمېر میشت افغانان او له آسټرالیا څخه بهر هغه افغانان چې بشردوستانه ویزو ته یې غوښتنلیکونه سپارلي، پدې اړه شکایت لري چې غوښتنلیکونه یې په ځند سره ارزول کېږي. د کورنیو چارو وزارت له خلکو د صبر غوښتنه لري او وايي چې د افغان اتباعو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

'د افغان اتباعو غوښتنلیکونه لومړیتوب لري'

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي:

"موږ پوهیږو چې دا په آسټرالیا کې زموږ د افغان ټولنې په ګډون د ډیریو خلکو لپاره یو رنځونکی وخت دی، مګر د غوښتنلیکونو د ارزونې پرمهال د صبر غوښتنه کوو."

"د افغان اتباعو لپاره د بشردوستانه او کورنۍ ویزو ارزونه یو لومړیتوب دی."

" وزارت په آسټرالیا کې د اضافي کارمندانو په ګډون د غوښتنلیکونو ارزولو لپاره یو شمیر اضافي اقدامات په لاره اچولي دي."

'د غوښتنلیکونو شمېر کم شوی'

د روان کال په آګسټ میاشت کې د آسټرالیا حکومت ویلي وه چې د جمهوریت له سقوط وروسته، شاوخوا ۲۱۴ زره افغانانو بشردوستانه ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي او یواځې ۶۴۰۰ کسانو ته ویزې ورکړل شوي دي.

مګر د کورنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه وروستي معلومات ښيي چې د بشردوستانه ویزو لپاره د سپارل شویو غوښتنلیکونو شمېر تر پخوا ډېر کم دی.

خپاره شوي معلومات ښيي، له څېړنو وروسته، هغه غوښتنلیکونه له لیست څخه ویستل شوي چې تکراري وه او د نورو هېوادونو د اوسېدونکو لخوا سپارل شوی وه

د کورنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له ۱۷ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۲۵ نېټې پورې، ۳۷ زره او ۲۳۳ غوښتنلیکونه د بشردوستانه ویزو لپاره سپارل شوي.

په سپارل شویو غوښتنلیکونو کې ۱۷۳ زره او ۸۱۳ افغانانو ته د بشردوستانه ویزو غوښتنه شوې ده.

د سپارل شویو غوښتنلیکونو له ډلې څخه ۳۰ زره ۷۳۹ غوښتنلیکونه تایید او ثبت شوي دي، مګر د ۲ زره او ۲۰۹ غوښتنلیکونو د ثبت کار تر اوسه پاتې دی.

د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر تر ۳۱ نیټې پورې، د کورنیو چارو وزارت ۲۴۴۳ افغان اتباعو ته فامیلي ویزې ورکړې، چې زیاتره یې هغو کسانو ته ورکړل شوي چې واده یې کړی او یا هم غواړي واده وکړي.

visa application
聯邦工黨政府表示,他們正履行一項大選承諾,讓臨時庇護簽證和避風港簽證持有人,有資格申請永居簽證。 Source: Getty / Getty Images

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


5 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now