په نایجریا کې د یوه ښونځي ۳۰۰ زده کوونکي لا درکه شوي دي

د لادرکه شویو ماشومانو میندې او پلرونه له حکومت څخه د ماشومانو د بېرته پیدا کولو غوښتنه کوي

A veiled woman walks past a signpost of a secondary school in Katsina state, Nigeria on November 3, 2017

A veiled woman walks past a signpost of a secondary school in Katsina state, Nigeria on November 3, 2017 Source: AFP

دوه ورځې وړاندې وسله والو د نایجریا په کنکارا سیمه کې پر یوه دولتي ښونځي برید وکړ چې شاوخوا ۸۰۰ زدکوونکي په کې پر زده کړو بوخت و. له برید وروسته د یاد ښونځي کار کونکي وايي چې ۵۰ سلنه شاګردان له دغه برید وروسته لا درکه دي.

د نایجریا ولسمشر ، محمدو بوهاري  وايي چې د وسله والو موقعیت معلوم شوی او نښته هم  ورسره شوې ترڅو ماشومان بېرته را خوشې کړل شي. نوموړی وایي چې پولیس او اردو دواړه په ګډه کار کوي ترڅو لا درکه زده کوونکي بېرته را خوشې کړي.

د نایجریا پولیس وايي، د ښونځي د زده کونکو د پیدا کولو لپاره به لا ډېر ځواکونه په دنده و ټاکل شي .

د لادرکه شویو ماشومانو میندې او پلرونه له حکومت څخه د خپلو ماشومانو د بېرته پیدا کولو غوښتنه کوي


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: Reuters, SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now