د کريکټ نړيوالې شورا لخوا افغانستان ته بوديجې نه رسيدو له امله کريکټ بورډ له مالي کړکيچ سره مخ دی

د طالبانو واکمنۍ راهيسې د افغانستان کريکټ بورډ ندی توانيدلی له کريکټ نړيوالې شورا څخه خپل بوديجه ترلاسه کړي. د افغانستان کريکټ بورډ د لوبغاړو او روزونکو تنخوا ورکړې ستونزو سره مخ دی.

Afghanistan players celebrate the wicket of Marlon Samuels

Afghanistan players celebrate the wicket of Marlon Samuels Credit: ICC "Courtecy Image"

د افغانستان کرکټ بورډ يا (ACB) له هغه وروسته له مالي بحران سره مخ شوی چې پر طالبانو بنديزونو له امله د کريکټ نړيوالې شورا ICC له ۲۰۲۱ کال جولای مياشت راهيسې افغانستان کريکټ بورډ ته بوديجه نده ورکړې.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې سیاسي واک ته د طالبانو د بیرته راستنیدو راهیسې، نړیوالو بندیزونو هیواد ته د پیسو لیږل ډیر ستونزمن کړي دي.

داسې رپوټونه ورکړل شوي چې کرکټ بورډ توانيدلی تر دې دمه خپل لوبغاړو او روزونکو ته په وخت تنخواوې ورکړي ولې نړيوالو رسنيو انګيرنو څخه داسې بريښي لدې وروسته افغانستان کريکټ بورډ به وشي کوالی یوازې 30٪ کارمندانو ته تنخوا ورکړي چې په افغانستان کې کار کوي.

د افغانستان کريکټ بورډ چارواکو له ICC سره خبرې کړې دي، او د بدیل لارې موندلو هڅې روانې دي. پدې کې پر دې بحث هم شوی چې موسسو له لارې افغانستان کريکټ بورډ ته پيسې ورکړل شي ولې تر اوسه کومه د حل لاره نه ده موندل شوې.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د ICC بشپړ غړی شو، چې دوی ته یې د نورو بشپړ غړو په څیر د ICC له عوایدو څخه د بسپنو ویشلو حق ورکړ.

د ICC د فنډونو توزیع ماډل له مخېد يادو ادارۍ د 2.7 ملیارد ډالرو اټکل شوې بوديجې څخه افغانستان لپاره ۲۰۱۶ او ۲۰۲۳ کلونو ترمينځ د ۴۰ ميليونو اسټراليايي ډالرو بوديجه ځانګړې شوې.

ولې کوويډ۱۹ له امله اقتصادي کړکيچ له امله دا بوديجه د کال ۴.۸ ميليونو امريکايي ډالرو ته کمه شوې ولې دا پيسې هم د افغانستان کريکټ بورډ ته نه رسيږي.

نړيوالو رسنيو رپوټونو له مخې د افغانستان کريکټ بورډ تير کال جولای مياشت کې ۲.۵ ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کړي ولې له هغې وروسته بورډ ته پيسې ندي ورکړل شوي.

آيا د افغانستان کريکټ لوبډله راتلونکي نړيوال جام لپاره تياری لري؟

تېر کال د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، کله چې طالب چارواکي اس بي اس سره په مرکه کې ښځو باندې د کريکټ لوبو کولو بنديز خبر وکړه له هغې وروسته داسې اندېښنې وې چې ښايي د کرکټ نړیوالې شورا د ښځو په اړه د طالبانو د دریځ له امله د افغانستان بشپړ غړیتوب واخیستل شي، چې دوی ته د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي.

وروسته کرکټ اسټرالیا په دې اړه دریځ خپل کړ او له افغانستان سره په استرالیا کې ټاکل شوې ټیسټ لوبه لغوه شوه. که څه هم افغانستان به په راتلونکې ۲۰۲۲ کال کې په اسټرالیا کې په نړیوال جام کې برخه واخلي.

همدارنګه، د آی سي سي د راتلونکي دورې په وروستي پروګرام کې، اسټرالیا د افغانستان سره دوه دورې کريکټ لوبې لري چې یو د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د شل اوريزو لوبو لړۍ بهر هيواد کې او بل په ۲۰۲۶ په جولای کې اسټرالیا ته د یوې ټیسټ او درې شل اوريزو لوبو سفرونه شامل دي.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now