د پیسو نړیوال صندوق: د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لرو

د پیسو نړیوال صندوق، ای اېم اف وايي په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمنه ده او نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام وکړي.

International Monetary Fund

Source: Supplied

په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنې د هرې ورځې په تېرېدلو سره په زیاتېدو دي. څو اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي وه چې په افغانستان کې ۵۰ سلنه خلک نه پوهېږي چې د سبا خواړه به یې له کومه راځي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خبرو وروسته یو زیات شمېر مرستندویه ادارو له افغانستان سره د مرستې غوښتنه وکړه او څو ورځې وړاندې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره خپله بشري مرسته اعلان کړه. اوس د پیسو نړیوال صندوق (IMF) وايي چې په افغانستان کې د خراب اقتصادي او بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه لري.

د ای اې اف ویاند ګېرې رایس خبریالانو ته ویلي‌: "موږ چمتو یو چې د نړیوالې ټولنې سره کار وکړو ترڅو د روان بشري ناورین مخه نیولو لپاره د عاجل اقداماتو غوښتنه وکړو."

ښاغلي ګېرې په خپلو خبرو کې اشاره کړې چې دغې ادارې افغانستان ته د لږو پیسو د انتقال اجازه ورکړې ده، مګر له افغانستان سره مستقیمې اړېکې پدې پورې تړلي چې آیا نړیواله ټولنه دغه هېواد په رسمیت پېژني او که نه.

"مونږ په افغانستان کې د سخت اقتصادي وضعیت او په افغانستان کې د بشردوستانه وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لرو او مونږ ویلي چې، سمدستي تمرکز باید په بشري وضعیت او مرستو وشي ترڅو افغانانو سره مرسته وشي."

شاوخوا یوه میاشت وړاندې طالبان د کابل ښار ته دننه شول او د ټول افغانستان کنټرول یې په خپل لاس کې واخیست. کابل ښار ته د طالبانو له ورتګ او واک اخیستلو وروسته نړیوال بانک او د پیسو نړیوال بانک خپل فعالیت او مرستې و ځنډولې او همدا راز امریکا هم د افغانستان ۹ میلیارده ډالره کنګل کړل.

 

 

 

 

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now