په یوې اوونۍ کې درې آسټرالیایۍ ښځې د داسې نارینه وو لخوا وژل شوي چې دوي پېژندل

کریسټین ریکیک، امیرا موغنیه او په شمالي سیمه کې دریمه ښځه په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي وروستۍ قربانیانې دي.

Composite image showing Christine Rakic, Amira Moghnieh and a silhouette of a third woman

کریسټین ریکیک، امیرا موغنیه او په شمالي سیمه کې دریمه ښځه په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي وروستۍ قربانیانې دي. Source: SBS / Facebook

په دې مقاله کې کورني تاوتریخوالي ته اشاره شوې ده.

په ټوله آسترالیا کې په اوسط ډول هره اوونۍ یوه ښځه د خپل ژوند د ملګري له خوا وژل کیږي. مګر په یوې اوونۍ کې د دریو ښځو وژنې اندېښنې را پارولي دي.

کریسټین ریکیک، امیرا موغنیه او په شمالي سیمه کې یوه ښځه په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي وروستۍ قربانیانې دي.
کورنۍ به 'هېڅکله د تېر په شان نه وي'

لیکوال او د ښځو د حقونو ملاتړی، ترنګ چاولا وروستیو پېښو خواشینی کړی دی.

هغه اس بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي: " دا په بشپړه توګه وحشتناکه ده،"

"د دې خلکو کورنۍ به هیڅکله د تېر په شان نه وي."

ښاغلي چاولا دې ته ورته ژوند تجربه کړی او په ۲۰۱۵ کال کې یې خپله خور نکیتا د کورني تاوتریخوالي له امله له لاسه ورکړې ده. هغه له ټولنې غواړي ترڅو د ښځو په وړاندې د نارینه وو د تاوتریخوالي "ریښتینی انساني لګښت" درک کړي.
کریسټین راکیک - نیو ساوت وېلز

کریسټین راکیک په روانه اوونۍ کې د خپل خاوند لخوا وژل شوې ده.

د سه شبنې په شپه پولیس د سیډني په روټي‌ هېل سیمه کې یوه کور ته غوښتل شوي وه، مګر د ورتګ پرمهال پولیسو د هغې مړی موندلی دی.

پولیسو د هغې پخوانی میړه، ۵۰ کلن دوسن ریکیک په کور کې نیولی او د پولیسو تر محافظت لاندې یې د ویسټ میډ روغتون ته وړی او تر هغې وروسته د خپلې مېرمنې پر قتل محکوم شوی دی.
A woman with brown hair standing outside with her hand on her hip
کریسټین راکیک Source: Facebook
بې نومه ښځه - شمالي سیمه

راپورونه ښيي چې یوه ۴۵ کلنه ښځه په شا کې په چړې وهل شوې او د شمالي سیمې د جلکمینګ په لیرې پرتې ټولنه کې مړه شوې.

د جولای د میاشتې په ۶ نېټه پولیسو راپور ترلاسه کړی چې یوه ښځه ټپي شوې. پولیس وايي‌ چې لږ ځند وروسته هغې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د وژل شوې ښځې ۴۶ کلن مېړه د پېښې په سیمه کې د پولیسو لخوا نیول شوی او د مرګ تور پرې لګول شوی.

د وژل شوې میرمنې نوم له رسنیو سره ندی شریک شوی.
امیره مغنیه - نیو ساوت وېلز

د دریو ماشومانو مور، امیرا مغنیه د جولای په پنځمه د سیډني په سویل کې د خپل جلا شوي میړه لخوا وژل شوې ده.

بېړنې خدمتونو د ماښام له ۶ بجو مخکې د هغې کور ته په بکسلي کې غوښتل شوي وه، مګر هغې روغتون ته له انتقال مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پولیسو د هغې جلا شوی میړه، احمد هودروز چې ۳۹ کاله عمر لري په کور کې نیولی او وروسته یې د وژنې تور پرې لګولی دی.

د هغې خور اس بي اس عربي سره په خبرو کې ویلي چې خور یې غوښتل لبنان ته ولاړه شي، خپل کور ته تللې وه چې د خپل یوه ماشوم پاسپورټ را واخلي، مګر وژل شوې ده.
A woman wearing a hijab looking into a camera.
امیره مغنیه Source: Facebook
که چېرې تاسو، ماشوم او یا کوم بل کس په خطر کې اووسي نو مهرباني وکړئ ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.

که چېرې تاسو او یا داسې کس چې تاسو یې پېژنۍ ، کورنی تاوتریخوالی تجربه کوي نو د 1800RESPECT ادارې ته په ۷۳۲ ۷۳۷ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ یا له 1800respect.org.au څخه لیدنه وکړئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Emma Brancatisano, Jessica Bahr
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service