په وېکټوریا ایالت کې د وضعیت له ښه کېدو سره یو ځل بیا نړیوال پرازونه او په هوټلونو کې له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو مسافر د قرنطین چارې پیل شوي دي.
راپورونه ښيي چې نن سهار څلور بجې او ۲۰ دقیقې لسګونه مسافر د سریلانکا له کولمبو ښار څخه ملبورن ښار ته را رسېدلي. ټاکل شوې ترڅو سریلانکا څخه راغلي مسافر د ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطین اووسي او تر هغې وروسته به خپلو کورونو ته د تګ حق ولري.
ټاکل شوې ترڅو نن ورځ ټول ۱۰۶ مسافر له سنګاپور، دوبۍ، دوحې او کولمبو ښارونو څخه ملبورن ته ورسېږي او په هوټلونو کې قرنطین شي.
د روان کال د فبرورۍ میاشتې په نیمایي کې هغه وخت نړیوال پروازونه ملبورن ښار ته بند شول چې د قرنطین شویو مسافرو له هوټلونو څخه د کرونا وېروس بهر ته خپور شو او په ټولنه کې یو شمېر کسان په یاد ویروس اخته شول.
له بهر څخه راتلونکي مسافر د ملبورن ښار په لاندې هوټلونو کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کېږي:
- د ملبورن هوايي ډکر، هالېډې ان هوټل
- انټرکانټینیټل هوټل
- نواټېل
- پان پسېفک
- په فلنډر کې هالېډې انه هوټل
په ملبورن ښار کې په هوټلونو کې د قرنطین لګښت د مسافرو پر غاړه دی. د قرنطین د لګښت په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus