په سیډني ښار کې د کرونا واکسین د تطبیق یو لوی مرکز پرانستل کېږي

د روغتیا وزارت آمار ښيي چې تر دې دمه په آسټرالیا کې ۹۲۰ زره کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی

HOMEBUSH

Source: ABC Australia

د نیو ساوت ویلز ایالت مشرې ګلاډیس بریجیکلین، نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې حکومت یې په پام کې لري ترڅو د سیډني په هوم بش سیمه کې د کرونا واکسین د تطبیق یو لوی مرکز جوړ کړي.

ټاکل شوې ترڅو د واکسین د تطبیق نوی مرکز په راتلونکو څو اونیو کې پرانستل شي او د یاد مرکز کار کوونکي به وکولای شي، په یوې اوونۍ کې شاوخوا ۳۰ زره کسان واکسین کړي.

د نیو ساوت ویلز ایالت چارواکي‌ غواړي ترڅو په یوې اوونۍ کې د دغه ایالت ۶۰ زره اوسېدونکي د کرونا واکسین ترلاسه کړي. په پام کې ده ترڅو د ټاکل شوي هدف ۵۰ سلنه کسان د هوم بش په مرکز کې واکسین شي او پاتې ۵۰ سلنه نور به وکولای شي  په ۱۰۰ نورو مرکزونو کې د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

سره لدې چې د آسترالیا حکومت د کرونا واکسین تطبیق په برخه کې پاتې راغلی. د نیو ساوت ویلز ایالت مسئولین وايي چې دغه ایالت د پلان مطابق ښه روان دی. 

تر دې دمه په آسټرالیا کې ۹۲۰ زره کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی او ترټولو زیات کسان په نیو ساوت ویلز ایالت کې واکسین شوي دي.

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now