په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس لګول شوي محدودیتونه ۱۴ ورځې وروسته پای ته رسېږي

اوسمهال په کوینزلنډ ایالت کې په کرونا وېروس ۷۵ اخته کسان شتون لري، له همدې امله به ځینې روغتیایي محدودیتونه په راتلونکو دوو اوونیو کې په خپل ځای پاتې شي.

Southeast Queensland will go into a three-day lockdown from Saturday afternoon after the state recorded six new local COVID-19 cases.

Southeast Queensland will go into a three-day lockdown from Saturday afternoon after the state recorded six new local COVID-19 cases. Source: AAP

د آسټرالیا په کوینزلنډ ایالت کې وضعیت بېرته د ښه کېدو په حال کې ده. د کوینزلنډ ایالت مسئولین وايي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.

د کوینزلنډ ایالت مرستیال والي، سټیفن مایلز وايي چې د قرنطین شویو مسافرو په هوټلونو کې ۴ نوې مثبت پېښې ثبت شوي، مګر په ټولنه کې د کرونا وېروس هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
د قرنطین شویو مسافرو په هوټلونو کې په کرونا وېروس دوه اخته کسان له لبنان، یو اخته کس له هند او یو کس هم له پاپوا نیو ګیني هېواد څخه راغلی دی.

اوسمهال په کوینزلنډ ایالت کې په کرونا وېروس ۷۵ اخته کسان شتون لري، له همدې امله به ځینې روغتیایي محدودیتونه په راتلونکو دوو اوونیو کې په خپل ځای پاتې شي.
په سویلي آسټرالیا کې هم د قرنطین شویو مسافرو په هوټلونو کې د کرونا وېروس ۲ نوې پېښې ثبت شوي. راپورونه ښيي‌ نوي اخته شوي کسان په بهرنیو هېوادونو کې په کرونا اخته شوي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا وېروس هېڅ داسې نوې پېښه نده ثبت شوې چې وښيي ویروس په ټولنه کې له یو تن څخه بل ته انتقال شوی. مګر له بهر څخه د راغلو مسافرو په هوټلونو کې د کرونا وېروس ۳ نوې پېښې ثبت شوي دي.

په نیو ساوت ویلز ایالت کې چارواکي وایي چې په وروستیو ورځو کې لګول شوي محدودیتونه بېرته د کمېدو په حال کې دي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 

People in Australia must stay at least 1.5 metres away from others. Check your jurisdiction's restrictions on gathering limits.

If you are experiencing cold or flu symptoms, stay home and arrange a test by calling your doctor or contact the Coronavirus Health Information Hotline on 1800 020 080. News and information is available in 63 languages at sbs.com.au/coronavirus

Please check the relevant guidelines for your state or territory: NSWVictoriaQueenslandWestern AustraliaSouth AustraliaNorthern TerritoryACTTasmania 



شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service