آیا آسټرالیا د طالبانو د رسمیت پېژندنې پرېکړې ته نږدې ده؟

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د افغانستان سفارت باید په آسترالیا کې او د آسټرالیا سفارت په کابل کې بېرته فعاله شي.

Untitled design.png

Credit: AFP / Getty Images / Mujeeb Muneeb

طالبان له څه باندې څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي. که څه هم طالبان له يو شمېر هېوادونو سره تعامل او ډيپلوماټيکې اړيکې لري، خو له روسیې پرته تر اوسه بل هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

طالبان هڅه کوي نور هېوادونه هم وهڅوي چې د دوی واکمني په رسمیت و پېژني. په همدې لړ کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اس بي اس پښتو سره په مرکې کې د ډیپلوماټیکو اړیکو پر اهمیت ټینکار ګړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي چې "په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت" او "په کابل کې د آسټرالیا سفارت" باید بېرته فعاله شي.
هغه ویلي: "موږ له آسټرالیا سره اړیکو ته اهمیت ورکوو. له دې هېواد سره، د آسټرالیا له ملت سره او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره ښې اړیکې غواړو او په آسټرالیا کې مېشتو افغانانو ته باید قونسلي خدمات په مسئولیت سره وړاندې شي."

"د آسټرالیا له حکومت نه موږ دا غواړو چې په لومړي فاز کې د روابطو لپاره حد اقل لومړنۍ دروازه خلاصه کړي او قونسلي خدماتو ته په هغه هېواد کې اجازه ورکړي."
د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي، آسترالیا له پخوا دا دریځ لري چې حکومتونه نه، بلکې هېوادونه په رسمیت پېژني.

"آسټرالیا طالبان د افغانستان د مشروع واکمنو په توګه نه پېژني."

"آسترالیا د طالبانو کړنې غندي. موږ په پرلپسې ډول له طالبانو غوښتنه کړې چې د ښځو او انجونو سره خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي."

"موږ ژمن یو چې په آسترالیا کې له افغان اتباعو او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، آسټرالیا له افغانستان سره د بشري او اساسي اړتیاوو په برخه کې له ۲۶۰ ملیون ډالرو څخه ډېره مرسته کړې چې په ځانګړي ډول پر ښځو او انجونو تمرکز لري."
اوسمهال په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت فعاله دی او حکومت له اوسني سفیر وحید الله ویسي سره خپله همکاري ارزښتناکه بولي.

په آسترالیا کې مېشت هغه افغان اتباع چې د افغاني پاسپورټونو نېټه یې پای ته رسېدلې، ممکن د آسترالیا د پاسپورټ له دفتر څخه د سفر اړوندو اسنادو ترلاسه کولو لپاره په شرایطو برابر وي او هڅول کېږي چې په شرایطو د ښه پوهېدو لپاره د آسترالیا د پاسپورټ دفتر سره ژر اړیکه ونیسي.

په آسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره، د سفارت له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آیا آسټرالیا د طالبانو د رسمیت پېژندنې پرېکړې ته نږدې ده؟ | SBS Pashto