د جېټ سټار هوايي شرکت د خپلو ټکټونو بیې راټیټې کړې، خلک کولای شي په ۱۹ ډالره د الوتکې ټکټ واخلي

د اسټرالیا اوسیدونکي کولای شي په ۱۹ ډالره د الوتکې ټکټ واخلي او له یوه ښار څخه بل ښار ته سفر وکړي

A Jetstar plane takes off at Kingsford Smith International Airport in Sydney, Monday, November 27, 2017.  (AAP Image/Daniel Munoz) NO ARCHIVING

A Jetstar plane takes off at Kingsford Smith International Airport in Sydney Source: AAP

په اسټرالیا کې د محدودیتونو له کموالي سره، په دغه هېواد کې د سټار جېټ هوايي شرکت غواړي ترڅو ۱۰ زره ټکټونه په ټیټه بیه و پلوري. یاد شرکت یواځې د داخلي پروازونو بیې راټیټې کړي ترڅو خلک وکولای شي په ارزانه بیه ټکټونو د ددغه هېواد ۲۲ ښارونو ته سفر وکړي.

 د اسټرالیا اوسیدونکي کولای شي په ۱۹ ډالره د الوتکې ټکټ واخلي او په هغه له خپل ښار څخه د اسټرالیا یو بل ښار ته سفر وکړي. د بېلګې په توګه د سیډني‌اوسیدونکي کولای شي په ۱۹ ډالره له سیډني ښار څخه ملبورن ښار ته سفر وکړي.

اوسمهال د اسټرالیا په ډېریو ایالتونو او سیمو کې وضعیت ښه ښکاري او په کرونا وېروس د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی. مګر په ویکټوریا ایالت کې هره ورځ یو زیات شمېر نوې پیښې ثبتېږي، له همدې امله په یاد ایالت کې یو ځل بیا محدودیتونه وضع شوي دي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د جېټ سټار هوايي شرکت د خپلو ټکټونو بیې راټیټې کړې، خلک کولای شي په ۱۹ ډالره د الوتکې ټکټ واخلي | SBS Pashto