په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۰مې ڼېټې پورې) د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا ۴۶ زره او ۶۹۲ غوښتنلیکونه سپارل شوي چې د ۲۱۶ زره او ۲۵۶ کسانو نومونه په کې شامل دي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د جمهوریت له سقوط وروسته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۰ نېټې پورې د ۶۶ زره او ۶۴۰ کسانو غوښتنلیکونه نهايي شوي او ۱۴ زره او ۹۲۰ کسانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړل شوي.
د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت له ۵۰ زرو څخه د زیاتو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي.
څه موده وړاندې د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي وه "هغه غوښتونکي چې ویزه یې رد شوې وي کولای شي د کډوالۍ او بشري ویزې لپاره نوی غوښتنلیک وسپاري."
"د آسټرالیا بشردوستانه پروګرام غیر تبعیضي دی او هدف یې د نژاد، مذهب یا توکم په پام کې نیولو پرته د خورا زیان منونکو سره مرسته کول دي."

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې لاندې څلور ډلې خلک لومړیتوب لري:
- د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
- د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
- هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا میشتیدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
- ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه، +LGBTQI او نورې پیژندل شوې اقلیتي ډلې.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

