د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا حکومت د (COVIDSafe) په نوم یو نوی اپلېکېشن خپور کړ ترڅو د کرونا وېروس د خپرېدو مخنیوی وکړي. دغه اپلېکېشن تر دې مهاله د نږدې ۳ میلیونو اسټرالیایانو لخوا ډاونلوډ شوی دی. د اسټرالیا حکومت له ټولو اسټرالیایانو څخه غوښتنه لري ترڅو سمدستي دغه اپلېکېشن ډاونلوډ کړي، د دغه اپلېکېشن موخه داده ترڅو د روغتیا برخې مسولین وکولای شي په کرونا وېروس اخته کسان په چتکۍ سره وپېژني.
د (COVIDSafe) اپلېکېشن د بلوټوت تکنالوژۍ په مرسته کار کوي او هغه وخت معلومات ثبتوي چې د دغه اپلېکېشن درلودونکي کسان له یو بل سره له ۱۵ دقیقو ډېر وخت تېر کړي او له یو نیم متر کمه فاصله ولري. که چېرې د دغه اپلېکېشن کارونکی کس په کرونا وېروس اخته شي، نو کولای شي د روغتیا چارو مسولینو ته اجازه ورکړي ترڅو ثبت شویو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.
د روغتیا چارو مسولین وايي که چېرې یو زیات شمېر اسټرالیایان دغه اپلېکېشن ډوانلوډ کړي نو دا به له کرونا وېروس سره پر روانې مبارزې مثبت اغېز ولري. مګر د ټکنالوژۍ او محرمیت څانګې مسولین د دغه اپلېکېشن لخوا د معلوماتو غونډولو په اړه اندېښنې لري.
مخکې لدې چې د اسټرالیا حکومت د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن خپور کړي. د ټکنالوژۍ او محرمیت د څانګو ماهرینو له حکومت څخه غوښتنه کړې وو ترڅو د دغه اپلېکېشن سورس کوډ (Code Source) هم خپور کړي. د سورس کوډ په خبرېدو سره به خپلواک متخصصین وتوانېږې ترڅو شته ستونزې پیدا کړي او د حل لپاره یې وړاندیزونه وکړي خو تر دې دمه یاد کوډ ندی خپور شوی.
د اسټرالیا د روغتیا وزیر ګریګ هنټ، اې بي سي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د یاد اپلېکېشن سورس کوډ به په راتلونکو دوو اونیو کې خپور شي. د دې لپاره چې د اسټرالیا د سافټ وېر انجینیران تر دې دمه د سورس کوډ (Source Code) ته لاسرسۍ نلري ترڅو د کوېډ سېف( COVIDSafe) اپلېکېشن ستونزې پېدا کړي او د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه وکړي، له همدې امله خپلې موندنې په ټولنیزو رسنیو کې شریکوي.
د یکشنبې په ورځ، سافټ وېر جوړونکی ماتیو روبنز، په بریالیتوب سره په دې توانېدلی ترڅو د(COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړي او د انډرویډ اپلېکېشن سورس کوډ (Source Code) ته یې لاسرسی پېدا کړي.
روبنز، د تکنالوژۍ په برخه کې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې کار کوي خو په تېرو ۸ کلونو کې یې ډیری وخت د اپلېکېشنونو په جوړولو تېر کړی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نوموړي او یو شمېر نورو د کوېډ سېف اپلېکېشن ارزولی دی.
په ډېریو ترسره شويو څېړنو کې مثبت معلومات موندل شوي. ماتیو روبنز ، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه معلومات چې د اپلېکېشن لخوا ټولېږي هغه په موبایل کې ثبت پاتې کېږي او ۲۱ ورځې وروسته په اتومات ډول سره له منځه ځي او همدا راز د روغتیا چارو مسولین کولای شي یواځې هغه وخت ورته لاسرسی ولري که چېرې کارونکی ورته اجازه ورکړي.
روبنز، د اس بي اس شبکې (The Feed) ته ویلي چې، په دغه اپلېکېشن یې په خپل بېکاره وخت کې کار کړی ځکه هغه ډېر لېواله وو ترڅو د دغه اپلېکېشن په اړه پوه شي. نوموړی وايي، د دغه اپلېکېشن له اروزنې وروسته خوښ دی او پدې ارزي چې خلک یې انسټال کړي.
یو شمېر نورو تجربه لرونکو سافټ جوړونکو هم د (کوېډ سېف) اپلېکېشن ته کتنه کړې او اسټرالیایان یې هڅولي ترڅو دغه اپلېکېشن خپلو موبایلونو ته ډاونلوډ کړي.
د ۲۴ ساعته څېړنو پرمهال اپلېکېشن جوړونکو همدا راز موندلي چې د کوېډ سېف اپلېکېشن ځینې ستونزې هم لري. یاد اپلېکېشن باید هر وخت په بګرونډ کې خلاص واوسېږې، پدې معنا چې تاسو باید دغه اپلېکېشن یو ځل خلاص کړی او تر هغې وروسته له نورو اپلېکېشنونو څخه کار واخلئ ترڅو د کوېډ سیف اپلېکېشن معلومات ثبت کړي.
د ټکنالوژۍ برخې ځینې کارپوهان وايي چې د حکومت لخوا نوی جوړ شوی اپلېکېشن کیدای شي په ځینو حالتونو کې په آیفون مبایلونو کې کار ونکړي لکه ، د چارج د کمښت او یا په یوه وخت کې څو ځایه د بلوتوت کارولو پرمهال امکان لري کار بند کړي.
تر دې مهاله پدې اړه معلومات ندي خپاره شوي چې، آیا د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکیشن د موبایلونو چارج هم کموي او که نه؟ پدې اړه د تکنالوژۍ برخې کارپوهان بېلابېل نظرونه لري، مګر کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د دغې پوښتنې صحیح ځواب پیدا شي. دا ډول ستونزې د اپلېکېشن کارونکو لپاره هېڅ امنیتي اندیښنې نه رامنځ ته کوي، مګر ممکن د اپلېکېشن په کارونه منفي اغېز ولري.
که چېرې یو زیات شمېر اسټرالیایان د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکیشن ډاونلوډ کړي او هغه صحیح وکاروي نو دا کار به له کرونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې مثبت ثابت شي. د اسټرالیا د حکومت چارواکي وايي پکار ده ترڅو لږترلږه ۴۰ سلنه اسټرالیایان دغه اپلېکېشن ترلاسه کړي ترڅو په چټکۍ سره د کرونا وېروس د خپرېدو مخنیوی وشي. راپورونه ښيي چې تر دې دمه شاوخوا ۲ میلیونه اسټرالیایانو د کوېډ سېف (COVIDSafe)اپلېکیشن داونلوډ کړی دی.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له نورو څخه یو نیم متر فاصله وساتي او د کورنۍ له غړو پرته له دوو څخه زیات کسان سره یوځای نشي.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته کولای شئ تاسو په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ.
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.