په ۲۰۲۶ کال کې اسټرالیایان کومو هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي؟

د هینلي بنسټ د معلوماتو له مخې تېر کال اسټرالیایانو کولی شول شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو ته بې‌ وېزې سفر وکړي، خو سږکال دا شمېر ۱۸۲ هېوادونو ته راکم شوی دی.

Australian passports.png

Credit: Getty Images / Mujeeb Muneeb

د هینلي بنسټ د پاسپورټونو ډلبندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا تر ټولو پیاوړی او د افغانستان تر ټولو کمزوری پاسپورت پېژندل شوی دی.

د سنګاپور پاسپورټ لرونکي د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي.

له سنګاپور وروسته د جاپان او سویلي کوریا پاسپورټونو په ډلبندۍ کې دویم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو وګړي کولی شي‌ د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د سویدن او متحده عربي اماراتو پاسپورټونو درېیم ځای خپل کړی.

د هینلي د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې د استرالیا پاسپورټ اووم ځای خپل کړی او اوسېدونکي یې ۱۸۲ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي، خو تېر کال اسټرالیایانو کولی شول ۱۸۵ هېوادونو ته بې ویزې سفر وکړي.

له نیمايي څخه زیات هغه هېوادونه چې اسټرالیایان هلته له ویزې پرته سفر نشي کولی افریقايي هېوادونه دي، لکه ګانا ، کینیا او سویلي سوډان.

د اسټرالیا اوسېدونکي د شمالي کوریا او افغانستان په ګډون، یو زیات شمېر اسیايي هېوادونو ته هم باید ویزې ترلاسه کړي.

د پاسپورټونو د درجه بندۍ نوملړ د هینلي او پارټنرز شرکت لخوا خپور شوی. یاد شرکت د دغه لېست د جوړولو لپاره د نړیوال هوایي ټرانسپورټ ادارې (IATA) معلومات کارولي دي.

د ۲۰۲۶ کال د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې د افغانستان، عراق، سوریې، یمن او پاکستان نومونه د لېست په پای کې لیدل کېږي.

د افغانستان اوسېدونکي له ویزې پرته ۲۴ هېوادونو، د سوریې ۲۶، عراق ۲۹ او پاکستان ۳۲ هېوادونو ته سفر کولی شي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now