په آسټرالیا کې د کارګرانو معاشونه په اوونۍ کې ۴۰ ډالره زیاتېږي

د آسټرالیا د عادلانه کار کمیسیون اعلان کړی چې له راتلونکي مالي څخه به حد اقل معاش په یوه ساعت کې له ۲۰ ډالرو او ۳۳ سینټو څخه ۲۱ ډالرو او ۳۸ سینټو ته پورته شي.

Australian Dollars.

Fair work commission announces rise in the minimum wages. Source: RBA

د عادلانه کار کمیسیون (Fair Work Commission) نن د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې حد اقل معاش به ۵.۲ سلنه پورته ولاړ شي.

د عادلانه کار کمیسیون مشر ای - ین راس وايي چې حد اقل معاش به د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په اوونۍ کې له ۷۷۲ ډالرو او ۶۰ سینټو څخه ۸۱۲ ډالرو او ۶۰ سینټو ته پورته شي.

هغه وايي: "انفلاسیون د کارګرانو د معاشونو حقیقي ارزښت له منځه وړي او د دوی د ژوند معیارونه ټیټوي."

"ټیټ عاید لرونکي خلک په ځانګړې توګه د انفلاسیون د زیاتوالي له امله زیان منونکي دي."

هغه همدا راز وايي‌ چې د کمیسیون پریکړه به د هېواد په اقتصاد باندې "د پام وړ منفي" اغیزه ونلري.

Finance Minister has acknowledged that Australia is facing economic recession: Australian News in Sinhala on 28 June
آسټرالیایي ډالر Source: Getty Image

یاد کمیسیون وايي چې د حداقل معاش په زیاتوالی سره به د ۲.۷ میلیونه کارګرانو په معاشونو کې زیاتوالی راشي.

د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزی د خپل کمپاین پرمهال ویلي وه چې له بریا وروسته به په معاشونو کې زیاتوالی شي. 

د عادلانه کار کمیسیون له اعلان وروسته ښاغلی البنیزی له رسنیو سره به خبرو کې ویلي، هغه کسان چې په آسټرالیا کې لږ معاش ترلاسه کوي هغوی اتلان دي او د دې مستحق دي ترڅو یې په معاشونو کې زیاتوالی راشي.

Australian Prime Minister Anthony Albanese
د آسټرالیا لومړی وزير، آنتوني البنیزي Source: Getty Images

هغه وايي: "حقیقت دا دی چې ډیری هغه خلک چې په لږترلږه معاش کار کوي، اتلان دي چې موږ د وبا پرمهال ولیدل."

 "دا کارګران زمونږ له مننې پرته د ډېر څه مستحق دي. دوي د معاش زیاتوالي مستحق دي او نن یې ترلاسه کړي"


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now