څېړنې ښيي چې یواځې هغه کسان چې عمرونه یې زیات دي او یا هم شمتن دي، غواړي وصیت لیک ولري.
د ۲۰۱۷ کال د یوې څېړنې پایلې بیا ښيي چې ۵۰ سلنه کسان وصیت لیک نلري، پدې مانا چې له هرو ۲ کسانو څخه یو کس وصیت لیک نلري او فکر کوي چې د وصیت لیک درلودلو ته اړتیا نلري.
مهم ټکي:
- څېړنې ښيي چې له هرو دوو آسټرالیایانو څخه یو کس وصیت لیک نلري.
- کارپوهان وايي فرهنګي لاملونه او غلط فهمۍ د دې لامل ګرځي ترڅو خلک وصیت لیک جوړ نکړي.
- که چېرې یو شخص مړ شي او وصیت لیک ونلري نو میراث یې د ایالتي قوانینو پر اساس ویشل کېږي.
دغه څېړنه د ډېکن پوهنتون د پروفیسور، اډم سټین په مشرئ ترسره شوې. ښاغلی سټین وايي، داسې معلومات یې موندلي چې ډیری خلک د غلطو باورونو له امله وصیت لیک نه جوړوي او فکر کوي که چېرې وصیت لیک ولري نو مړه به شي.
هغه وايي ځېنې خلک بیا فکر کوي چې کافي اندازه پیسې نلري نو له همدې امله د وصیت لیک درلودلو ته اړتیا نلري.
" یوه ډله خلک فکر نکوي چې وصیت لیک ته اړتیا لري."
"یوه بله لویه ډله خلک فکر کوي که چېرې وصیت لیک ولري نو مړه به شي."

که چېرې یو څوک په آسټرالیا کې مړ شي او وصیت لیک ونلري نو په هغه حالت کې د مړه شوي شخص ټول میراث د آسترالیا د ایالتونو او سیمو د وقوانینو پر اساس خلکو ته وېشل کېږي او یا یې هم حکومت اخلي.
د حقوقی چارو وکیل، ډین کالیمنیوس وايي، د وصیت لیک شتون د دې لامل ګرځي ترڅو د کورنۍ غړي له مړینې روسته سرګردانه نشي.
هغه وايي د وصیت لیک په اړه خلک فکر کوي چې دا د ژوند پای ته د نږدې کېدو په مانا ده. مګر هغه وايي چې تاسو هېڅله نه پوهېږئ چې څه پېښېږي نو له همدې امله دا ښه خبره ده ترڅو له مخکې پلان ولرئ.
ښاغلی کالیمنیوس وايي بل غلط باور دادی که چېرې تاسو وصیت لیک ونلری نو ستاسو له مرګ وروسته ستاسو ټول جایداد دولت اخلي، مګر داسې نده، په هر ایالت کې داسې قوانین شته چې ښيي ستاسو له مرګ وروسته باید ستاسو له سرمایې سره څه وشي.
ښاغلی کالیمنیوس وايي، د آسترالیا په آیالتونو او سیمو کې قوانین پدې اړه وضاحت لري چې د یوه شخص له مرګ وروسته باید د هغه سرمایه او جایداد څرنګه و ویشل شي.
مګر قانون پدې نه پوهېږي چې تاسو له مرګ مخکې څرنګه غوښتل خپل میراث له مرګ وروسته خلکو ته ورکړئ.

هغه وايي چې د خلکو د ملکیتونو حسابونه ځینې وخت پیچلي وي، د بیلګې په توګه خلک سوداګریزې ګټې لري، ونډې لري او یا هم د ملکیتونو بېلابېل ډولونه لري.
یا داچې یو کس ستاسو لپاره مهمه ده تاسو غواړئ یو اندازه میراث هغه شخص ته ورکړی یا یې خپلو لمسیانو ته ورکړئ نو د وصیت لیک شتون کولای شي دغه حسابونه واضع او حل کړي.
"ممکن داسې څه وي چې تاسو واقعاً غواړئ یو لمسۍ ته مو ورکړئ."
" د ډیجیټل شتمنیو په اړه هم فکر کول مهمه دي ځکه نن سبا ډېر شیان آنلاین دي."
"د وصیت لیک شتون ژوند آسانه کوي ځکه خلک پوهېږي چې مړي څه غوښتل."

د وصیت لیک د جوړولو په اړه مهم معلومات تاسو کولای شئ انلاین هم پیدا کړئ، مګر حقوقي مشوره د وصیت لیک جوړولو لپاره تر ټولو غوره لاره بلل کېږي.
که چېرې تاسو غواړئ وصیت لیک جوړ کړی نو تنها وکیل نه بلکې حکومتي ادارې هم کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي.
مایکل سپیګل، د ویکټوریا ایالت د باور خدمتونو ادارې اجراییوي مشر دی. هغه وايي د وصیت لیک شتون نه یواځې د جایدادونو او سرمایو د ویش لپاره مهمه ده بلکې د سرپرستی لپاره هم مهمه ده.
هغه وايي که چېرې تاسو وصیت لیک ونلرئ نو د اشخاصو یا ماشومانو د سرپرستۍ پرېکړه هم د حکومت د قوانینو پر اساس نیول کېږي. او قوانین د ماشومانو د سرپرستۍ پرېکړه پدې اساس نه نیسي چې څوک یې خپل دی او کولای شي ماشومان وساتي، بلکې د قوانینو پر اساس کیدای شي هغو د ماشومانو د ساتنې مرکزونو ته وسپارل شي.
هغه وايي: "که چېرې دوی وصیت لیک ونلري نو د ایالت د قانون پر اساس د ماشومانو د سرپرستۍ پرېکړه نیول کېږي."
"له همدې امله مهمه ده ترڅو تاسو په خپل وصیت لیک کې د ماشومانو سرپرست هم وټاکئ."
ښاغلی سپیګل وايي چې دا د هغو ګډوالو لپاره هم مهمه ده چې ماشومان یې له ۱۸ کلونو کم عمر لري او په آسټرالیا کې څوک د ساتنې لپاره نلري. هغه وايي چې ماشومان یې په دوو مختلفو هېوادونو کې زېږېدلي، مګر په خپل وصیت لیک کې یې لیکلي غواړي ماشومان یې آسټرالیا کې پاتې شي.

ښاغلی سپیګل وايي، که چېرې د مړه شوي شخص هیلي صحیح پېژندل شوي او تشریح شوي نه وي، نو دا نا معلوم حالت را منځ ته کوي او د شخړو لامل ګرځي.
هغه له خلکو غواړي ترڅو پر ځای کړي چې غوښتنه یې لري او پدې اړه له کورنۍ سره هر خبرې وکړي ترڅو هغوي هم پوه شي چې څه روان دي.
